د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي اماراتو افغانانو ته ویزه ورکول بند کړل 


د دوبۍ هوایي ډګر

متحده عربي اماراتو د افغانستان، ایران، پاکستان، ترکیې او سوریې په ګډون د ۱۳ اسلامي هیوادونو اوسیدونکو ته د کار او سفر کولو ویزې ورکول ودرول.

د رویترز اژانس د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵) په اماراتو کې د منابعو په قول رپوټ ورکړی چې د ویزې د ورکړې دغه بندیز موقتي دی او د امنیتي اندیښنو په وجه دغه پریکړه نیول شوې ده، خو ددغو اندیښنو په اړه یې جزییات ندي ورکړي.

د رویترز آژانس د یو سند په اساس چې دغې رسنۍ ترلاسه کړی رپوټ ورکړی چې ددغو ۱۳ هیوادونو وګړو ته د ویزې ورکولو بندیز د نومبر د ۱۸ (لړم ۲۸) راهیسې عملي شوی دی.

الجزایر، کینیا، عراق، لبنان، لیبیا، یمن، سومالیا او تونس هم هغه نور اسلامي هیوادونه دي چې وګړو ته یې د اماراتو د ویزې ورکول بند شوي دي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې پر یو بهرني دپلومات باندې له ډزو وروسته چې داعش یې مسولیت منلی، د فرانسې سفارت تیره اونۍ په اماراتو کې خپلو هیوادوالو ته سپارښتنه وکړه چې له احتیاط نه کار واخلي.

ددغو ۱۳ اسلامي هیوادونو اتباعو ته د ویزې د ورکړې محدودیتونه یوره دوه میاشتې وروسته له هغې کیږي چې عربي متحده اماراتو د اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې، هغه اقدام چې د اسلامي هیوادونو او ټولنو غوسه یې راوپاروله، که څه هم چې ځینې اسلامي هیوادونو ددې کار هرکلی وکړ.

خو بیا هم دغو اماراتي منابعو چې رویترز یې نوم ندی اخیستی ویلي دي چې د ویزې د ورکړې محدودیتونه د اماراتو او اسرائیل د اړیکو له عادي کولو سره اړیکه نلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې عربي متحده اماراتو د پاکستان او نورو هیوادونو اتباعو ته د نویو ویزو د اخیستلو د درخواستونو مراحل بند کړي دي.

خو ددغو ۱۳ هیوادونو اوسیدونکي چې دمخه یې د اماراتو د کار او مسافرت ویزې ترلاسه کړي او نیټه یې نده تیره شوی ددې امر نه مستثنا دي.

XS
SM
MD
LG