عربي متحده امارات په خپل هیواد کې د طلایي ویزې د ورکړې سیستم پراخوي چې له مخې یې د مشخصو ځانګړتیاو لرونکو کسانو ته د لسو کالو اوسیدو اجازه ورکول کیږي.
د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، نن د نومبر په ۱۵ (لړم ۲۵) وویل چې د ډوکتورا سند لرونکي، د طب ډاکتران او د کمپیوتر، بریښنا، بایوتکنالوژي انجینران او پروګرام جوړونکي ددې ویزې د ترلاسه کولو د شرایطو لرونکي دي.
ددې تر څنګ د مصنوعي ځیرکتیا، بیګ ډاټا او د وبا متخصصین، د لیسو او د یو شمیر پوهنتونونو زده کوونکي چې د نمرو اوسط یې ۳.۸ یا زیات وي، هغوی هم ددې ویزې د شرایطو واجد دي.
عربي متحده اماراتو په ۲۰۱۹ کې یو شمیر پانګه والو، سوداګرو، اجرایي مدیرانو، پوهانو او ممتازو محصلینو ته د پنځو او لسو کلنو ویزې ورکول پیل کړل.
امارات همداشان بهرنیو تقاعد شویو پانګه والو ته د تمدید وړ پنځه کلنه ویزه هم ورکوي.