د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن قاضیان: له بریتانیا څخه روندا ته د پناه غوښتونکو استول قانوني دي  


له بریتانیا څخه روندا ته د کډوال انتقال
له بریتانیا څخه روندا ته د کډوال انتقال

په لندن کې نن دوشنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) قاضیانو د حکومت هغه تګلاره قانوني وبلله چې غواړي بریتانیا ته راتلونکي او راغلي پناه غوښتونکي او کډوال روندا ته انتقال کړي.

د پخواني صدراعظم بوریس جانسن په وخت کې دا تګلاره وټاکل شوه چې د مهاجرو او بشري حقونو سازمانونو او فعالانو یې په ضد اعتراضونه او مظاهرې وکړې.

حکومت غواړي د دې تګلارې په پلې کېدو سره بریتانیا ته د ورتلونکو کډوالو شمېر کم کړي چې د فرانسې له شمال څخه د اوبو له لارې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته پورې وځي.

د بریتانیا حکومت غوښتل چې د جون په میاشت کې له پناه غوښتونکو او کډوالو څخه یوه ډکه الوتکه روندا ته انتقال کړي،‌ خو د حقوقي مسائیلو او ننګونو له کبله دا پرواز وځنډول شو.

یو شمېر افرادو او سازمانونو د لندن عالي‌ محکمې ته عریضه کړې وه او د حکومت دا تګلاره یې ناقانونه بللې وه. هغوی له محکمې څخه غوښتنه لرله چې د تګلارې په ضد پرېکړه وکړي. قانونپوهانو د نورو دلایلو تر څنګ دا خبره هم کوله چې روندا د کډوالو لپاره مصون هېواد نه دی.

خو د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس «محکمه دې نتیجه ته ورسېده چې دا د حکومت لپاره قانوني دي چې په روندا کې د پناه غوښتونکو د بیا ځای په ځای کېدو ترتیبات ونیسي او دا چې د هغوی د پناه غوښتنې د قضیو په اړه به د بریتانیا په ځای په روندا کې پرېکړه کېږي.»

د محکمې په پرېکړې کې همدغه راز ویل شوي دي: «په روندا کې د پناه غوښتونکو بیا ځای په ځای کول د [ملګرو ملتونو] د مهاجرت له کنوانسیون او د ۱۹۹۸کال د بشري حقونو د وضع شویو مکلفیتونو او د حکومت د نورو مکلفیتونو سره برابر دي.»

قاضیانو همدغه راز وویل چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمین د اتو پناه غوښتونکو د قضیو په اړه شرایط په ښه شکل په پام کې نه دي نیولي او دا قضیې یې بېرته هغې ته استولي دي.

د پناه غوښتونکو مسئله د بریتانیا د محافظه کاره حکومت لپاره یو لوی سرخوږی دی.

د روان کال په ترڅ کې د فرانسې له شمال څخه په کوچنیو کښتیو کې څه باندې ۴۳۰۰۰ پناه غوښتونکي بریتانیا ته داخل شوي‌. حکومت د هغوی د ځای په ځای کولو او د ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخو کې له سخت فشار سره مخامخ دی.

د بریتانیا اوسنی صدراعظم رېشي سوناک هم د دغې تګلارې ننګه کوي چې په اساس د ۲۰۲۲ د جنورۍ له میاشتې راهېسې هر کس چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته د پناه غوښتنې لپاره داخلېږي، روندا ته به استول کېږي.

د روندا حکومت دا پرېکړه ښه بللې او په نړیواله کچه د مهاجرت د ستونزو د حل په برخه کې یو ګام بللی دی. د دوشنبې په ورځ د محکمې له پرېکړې وروسته به د سوریې، ایران او عراق یو شمېر پناه غوښتونکي راوندا ته انتقالیږي.

XS
SM
MD
LG