د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د دفاع وزیر اوکراین ته د جنګي‌ الوتکو د ورکولو احتمال رد نه کړ 


د بریتانیا د دفاع وزیر
د بریتانیا د دفاع وزیر

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس نن پنجشنبه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د ورکولو احتمال رد نکړ خو ویې ویل چې دا مرسته به له روسیې سره په جګړې کې کومه «جادويي امسا» نه وي.

بن والاس خبریالانو ته وویل چې د جټ جنګي الوتکو د پروسې په اړه یې دریځ واضح دی او په تېرو کلونو کې یې دا زده کړې چې هېڅ «شی هم مه ردوئ». هغه زیاته کړه: «یوازې د جټ الوتکو په اړه نه،‌ بلکې زه چمتو یم چې له اوکراین سره د مرستې لپاره هر ډول سیستمونه وازمایو. دا د یوې شپې کار نه دی،‌ خو دا خبره کولای شم چې نغواړو اوکراینیان له خطر سره مخامخ کړو.»

فرانس پرس وايي چې والاس له خپل استرالیايي سیال ریچارډ مالیس سره په انګلنډ کې خبریالانو ته وویل: «تاسو پوهېږئ، که موږ سبا سهار اعلان وکړو چې هغوی [اوکراین] ته جټ الوتکې ورکوو، دا به میاشتې ونیسي، ځکه چې اوکراینیان یې باید الوځول زده کړي. له همدې کبله،‌ په دې جګړې کې کومه جادويي‌ امسا نشته.»

د بریتانیا د دفاع وزیر داسې مهال دا خبره کوي چې تر دې مخکې د بریتانیا د صدراعظم د ویاند دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي وو‌: «د بریتانیا اف-۳۵ طوفان جنګي جټ الوتکې ډېرې مغلقې دي او میاشتې به ونیسي چې الوځول [کارول] یې زده شي. په همدې اساس، دا عملي نه برېښي چې اوکراین ته دې واستول شي.»

اوکراین له خپلو ایتلافیانو څخه د روسیې په مقابل جګړه کې جنګي جټ الوتکې غواړي. د امریکا ولسمشر جوبایډن وار د مخه ویلي‌د ي چې اوکراین ته به جنګي الوتکي‌ «نه ورکوي» او د هغوی د پوځي تقاضا په اړه به له ولسمشر زیلینسکي سره خبرې کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څو ورځې مخکې په خپلو خبرو کې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو احتمال رد نه کړ،‌ خو د دغه کار لپاره یې ځینې شرایط په ډاګه کړل.

هغه وویل چې «دا وسايل به د روسیې خاورې ته نه داخلېږي،»، دا کار باید «تاوتریخوالی زیات او فرانسې د پوځ ظرفیت کمزوری» نکړي.

تېره اونۍ متحدو ایالتونو او جرمني وویل چې اوکراین ته به جنګي ټانګونه ورکوي چې د روسیې په خلاف جګړې کې ترې کار واخلي. روسیې د دوی دا پرېکړه غندلې وه او د ټانګونو د ویجاړولو ګواښ یې کړی و.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې یو لوړ پوړی پلاوی اوکراین ته تللی چې د مسکو په خلاف جګړې کې کیف ته د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی. اروپايي ټولنه وايي چې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې د روسیې له یرغل راهېسې یې له کیف سره څه باندې ۵۵ میلیارد ډالر مرسته کړي.

XS
SM
MD
LG