د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پارلمان د ناقانونه کډوالو د مخنیوي طرحه تصویب کړه


د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د بریتانیا پارلمان د سه شنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د حکومت هغه جنجالي پلان تصویب کړ چې په کوچنیو کښتیو کې د بریتانیا ساحلونو ته د کډوالو د رسیدو مخه نیسي.

د بریتانیا د مشرانو جرګې د شپې ناوخته ناسته کې د حکومت د غیرقانوني کډوالو د لایحې – چې د صدراعظم ریشي سوناک د "کشتیو د بندولو"د ژمنې مرکزي برخه جوړوي – په وړاندې ننګونې لیرې کړې.

دا لایحه چې ټاکل شوې د بریتانیا د پاچا دریم چارلز له تائید وروسته په قانون بدله شي، په بریتانیا کې د هغو کډوالو د پناه غوښتنې مخنیوی کوي چې په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته اوړي.

په لایحه کې داسې اقدامات هم شامل دي چې له مخې به یې ټول غیرقانوني کډوال د روانډا په څېر درېیمګړي "خوندي" هېواد ته واستول شي.

بلخوا، ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ دغه لایحه نړیوالو قوانینو ته د بریتانیا د ژمنتیا سره په ټکر کې وبلله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر ولکر ترک او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه لایحه "د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوال قانون له مخې د هېواد له ژمنو سره په ټکر کې ده او د هغو افرادو لپاره به ژورې پایلې ولري چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري."

په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۴۵ زره کډوال د سمندر له خطرناکې لارې د انګلستان سویل ختیځو ساحلونو ته رسیدلي چې د یو کال وړاندې په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د روانډا پلان تېر کال د بریتانیا د پخواني صدراعظم بوریس جانسن لخوا وړاندې شو، خو د اروپا د بشري حقونو د محکمې لخوا یې د پلې کېدو مخنیوی وشو او لا تر اوسه په حقوقي جنجالونو کې ګېر دی.

د انګلستان حکومت تیره میاشت وویل چې د استیناف د هغو دریو قاضیانو په خلاف به د استیناف غوښتنه وکړي چې پریکړه یې کړې روانډا یو خوندي درېیمګړی هیواد نه ګڼل کیږي.

محکمې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د ۱۰ کډوالو یوې ډلې او د مهاجرینو د ملاتړ یوې خیریه موسسې د روانډا طرحه په محکمه کې وننګوله.

سنک وویل چې هغه محکمې ته درناوی کوي خو په "بنسټیز" ډول د قاضیانو له نتیجه ګیرۍ سره موافق نه دی.

تر اوسه له بریتانیا څخه روانډا ته د کډوالو د لېږد هیڅ پرواز ندی ترسره شوی. د بشري حقونو د ملاتړ ډلې په روانډا تور لګوي چې د بیان ازادي او سیاسي مخالفین ځپي.

XS
SM
MD
LG