د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیا دولت پارلمان ځنډوي


د برتانیا پارلمان اوس رخصت دی
د برتانیا پارلمان اوس رخصت دی

د برتانیا د صدراعظم بوریس جانسن دولت پلان لري چې د دغه هېواد پارلمان په موقت ډول وتړي.

دا کار د اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په اړه د مخالفتونو د مخنیوي لپاره کیږي. د برتانیا پارلمان اوس رخصت دی.

ملکې الیزابیت هم د ښاغلي جانسن وړاندیز منلی دی.

معمولآ د برتانیا پارلمان د ملکې الیزابت په تشریفاتي وینا سره پیلیږي، خو اوس ښاغلي جانسن ویلي دي چې د پارلمان د پرانیستې وینا به د اکتوبر په ۱۴ وي.

له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا رسمي وتل د اکتوبر په ۳۱ کیږي، په دې صورت کې که د برتانیا پارلمان د اکتوبر په ۱۴ نیټه خپل کار پیلوي، چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو مخالفت او مخالفت کوونکو ته به ډېر وخت نه پاتې کیږي.

خو د پارلمان ډېرو استازو د پارلمان د کار د ځنډولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی.

د برتانیا د لیبرال دموکرات ګوند مشر جو سوینسن د صدراعظم جانسن دا پرېکړه خطرناکه وبلله او ویې ویل چې د منلو نه ده. هغه وویل چې د پارلمان ځنډول له ډار ډک کار دی.

د کارګر ګوند مشر جریمي کوربن هم ویلي دي چې د پارلمان ځنډول د منلو نه دي او دا د دموکراسۍ لپاره یو ګواښ دی.

د برتانیا مخکنۍ صدراعظمه ترزا مۍ له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په پلان کې ناکامه شوه او له خپلې دندې یې استعفی وکړه. د هغې پر ځای بوریس جانسن صدراعظم شو.

XS
SM
MD
LG