د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د ولسمشر خبرداری: د روسیې ګاونډیان په خطر کې دي


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه به په اروپا کې آزادي له منځه یوسي او پخپلو ګاونډیو هیوادونو به فشار واچوي.

ښاغلي زیلینسکي د سویډن د پارلمان غړیو ته نن پنجشنبه مارچ ۲۴ (وري۴) په د ویډیو کنفرانس د لارې په وینا کې وویل، " که اوکراین تاب را نه وړي او خپل ځان خوندي نکړي، معنی به یې دا وي چې د روسیې ټول ګاونډیان تر دې وروسته په خطر کې دي".

د اوکراین جمهور رئیس پخپلې وینا کې وویل چې روسیې پدې هیواد ځکه یرغل کړی چې غواړي اروپا خوا ته مخکې ولاړه شي او زیاتوي چې "هغوي (روسیه) غواړي چې په اروپا کې آزادي له منځه یوسي".

ښاغلي زیلینسکي د اروپا څخه وغوښتل چې په روسیې دې هره اوونۍ تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي او دا یې هم وویل چې "دا (په اوکراین د روسیې یرغل) د اروپا د امنیت او دفاعي سیستم لپاره تر ټولو ستره آزمایښت دی"


د اوکراین مشر سویډن ته خبرداری ورکړ چې د مسکو نظر د دې هیواد په ګوټلنډ ټاپو دی چې د بالتیک په سمندر کې پرته ده.


سویډن پدې ټاپو کې په ۲۰۰۴ کال کې خپل نظامي ګارنیزیون بند کړی و خو کله چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د کریمیا سیمه د ځان سره یو ځای کړله، سویډن هم بیرته خپل دا ګارنیزیون په ۲۰۱۸ کال کې فعال کړ.


ولادمیر زیلینسکي پدې هکله وویل، "معنی به یې دا وي چې تاسو په خطر کې یاست ځکه چې ستاسو او د تیري کوونکي پالیسي تر منځ یوازې یو بحر دی چې تاسو سره ویشي".

هغه زیاته کړه چې په روسیې کې وار د مخه په مطبوعاتو کې داسې پروپاګن کیږي چې روسیه به څنګه د ګوټلنډ ټاپو نیسي او څنګه به یې د کالونو کالونو لپاره پخپل کنټرول کې ساتي.
د اوکراین مشر د سویډن څخه وغوښتل چې پدې ټاپو کې دې د توغندیو د دفاع سیستمونه ځای پر ځای کړي او هم یې ترې مننه وکړله چې د اوکراین لپاره یې د وسلو په انتقال موافقه کړې وه.

سویډن د ناټو غړی هیواد ندی او په رسمي توګه ناپیلی هیواد دی خو د پنجشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې اوکراین ته یې د ۵ زرو ټانګ ضد توغندیو دویمه جوپه لیږلي ده.
پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته په سویډن کې د ناټو د سازمان سره ددې هیواد په یو ځای کیدو بحث او غوښتنې تودې شوي خو صدراعظمې مګدلینا انډرسن تر اوسه دا نظرونه رد کړي.

میرمن انډرسن ویلي چې د ناټو سره یو ځای کیدل په شمالي اروپا کې د بې ثباتۍ خطر پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG