د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشرې طالب چارواکو سره د افغانانو پر کار او زده‌کړو غږېدلې


د یوناما مشره له طالب چارواکو سره د لیدنې پرمهال
د یوناما مشره له طالب چارواکو سره د لیدنې پرمهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د کار او زده کړو په برخه کې د افغانانو د اساسي حقوقو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړي او په دې برخه کې د هغوی د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د یوناما مشرې دیبرا لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د بشري کړکېچ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار څرنګوالي او بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا په اړه هم خبرې کړي دي.

یوناما پرون دوشنبه سپټمبر ۲۷ (تلې پنځمه) ویلي چې طالب چارواکو په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان په روغتیايي برخه کې ښځینه کار کوونکې بیرته خپلو دندو ته ستنې شوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي. طالب چارواکو همدرانګه ویلي هڅې روانې دې تر څو په دغه برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله د ګڼو دولتي ادارو ښځینه کار کوونکو ته دندو ته د حاضرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او په وروستیو اونیو کې له ښځینه کار کوونکو څخه وغوښتل شول چې په کورونو کې پاتې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په داسې مهال له طالب چارواکو سره د زده کړو د حق په اړه خبرې کوي چې، پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه ښوونځي د نجونو پر مخ دي پرانیستل شوي.

یوناما همدارنګه زیاته کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار کوونکو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ تر څو هغوی وکولای شي د بشردوستانه مرستو رسولو د ډیروالي په ګډون مختلفو برخو کې خپلو کارونو ته دوام ورکړی شي.

تر دې مخکې د روان کال په لومړیو کې ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي چې د یاد هیواد نفوس تر نیمایي زیاته برخه جوړوي بشري مرستونو ته اړتیا لري.

یاد سازمان همدارنګه ویلي و چې سخته وچکالي هم د افغانانو په وړاندې له لویو ننګونو څخه ده.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم ویلي و چې افغانان دا مهال له بېساري بشري کړکېچ سره مخ دي او په خبره یې هغوی پرېکړه کړې چې اړمنو خلکو ته د مرستې رسېدو لپاره باید له طالبانو سره تعامل وشي.

XS
SM
MD
LG