د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي د شمالي کوریا په مسئلې کې پارول بند کړئ


د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشر

چین ویلي دي چې ټول هغه ملکونه چې د شمالي کوریا د اتومي وسلو د پروگرام په ضد متحد دي هغوي دې دپارونکو اعمالو نه لاس واخلي. چین دا خبرې یوه ورځ وروسته د هغې نه کړي چې شمالي کوریا په امریکا تور ولگاوه چې سیمه یې اتومي جنگ ته نژدې کړیده.

پرون د چهار شنبې په ورځ په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو د چین په خلاف مقاله خپره کړه. په هغې کې په چپن په دی وجه سخت انتقادونه شوي و چې یې د امریکا نه په شمالي کوریا د نورو اقتصادي بندیزونو غوښتنه کړي. د چین د دغو بیانونو نه وروسته د پیونگ یانگ او د بیجنگ اړیکې خرابې شویدي.

امریکا په چین فشار اچوي چې په شمالي کوریا باندې د هغوي د اتومي وسلو د پروگرام د مخنیوي لپاره فشار زیات کړي. امریکا د چین نه ځکه دغه غوښتنه کوي چې چین د شمالي کوریا یواځینې پوخ ملگری ملک دی. د امریکا ولسمشر په ورستیو کې دا هم ویلي دي چې د شمالي کوریا د اتومي وسلو پروگرام په مسئله کې به د نور ستراتیجک زغم نه کار وا نخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې که شمالي کوریا نورې اتومي ازموینې وکړې نو امریکا به یې په خلاف نور بندیزونه ولگوي.

ټیلر سن هغو هیوادونو ته هم د سختو پایلو خبردارې ورکړ چې د شمالي کوریا سره پټ معاملات کوي.

ټیلر سن وویل چې د امریکا حکومت د چین نه تمه لري چې د شمالي کوریا په رژیم د خپل نفوذ نه کار واخلي.

په امریکا کې دپلوماتان وایي چې امریکا د چین سره په دی هکله خبرې کوي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دې په شمالي کوریا نوي سخت بندیزونه ولگوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چهار شنبې په ورځ وویل چې د ملگرو ملتونو پریکړه لیک څرگند دی. او هغه دا چې که چیرته شمالي کوریا نورې ازموینې وکړې نو نور بندیزونه به پری ولگول شي.

XS
SM
MD
LG