د لاس رسي وړ اتصالات

مېشل بچلت بنګله دېش کې د روهینګیا کډوالو کمپ ته تللې  


مېشل بچلیت د کډوالو په یو کمپ کې
مېشل بچلیت د کډوالو په یو کمپ کې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشره مېشل بچلیت نن یکشنه اګست ۱۴ (زمری۲۳) بنګله دېش ته تللی، د روهینګیا کډوالو کمپ یې لیدلی او د بشري حقونو په وضعیت یې له چارواکو سره خبرې کړي دي.

بنګله دېش ته د روهینګیا کډوالو مهاجرت په ۲۰۱۷ کې د برما د پوځ له عملیاتو وروسته پیل شو.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو تر ټولو عالي محکمې داسې اشارې ورکړې چې ګنې په برما کې د روهنیګیایانو نسل وژنه شوې ده.

بنګله دېش کې مېشت د روهینګیا کډوال وايي چې هېڅ ضمانت نشته چې دوی دې د برما د پوځ په واکمنۍ کې په خپل هېواد کې مصون وي، له همدې کبله نغواړي له بنګله دېش څخه بېرته برما ته ستانه شي.

له بلې خوا، د شیخ حسینې په صدارت کې بنګله دېش هم د بشري حقونو د سرغړونې په اړه تر انتقادونو لاندې دی او ښايي دا موضوع هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د مشرې په سفر کې له چارواکو سره یاده شي.

د بشري حقونو د څار ډلې په ګډون د بشري حقونو نهو سازمانونو ویلي دي‌ چې مېرمن بچلیت په دغه هېواد کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د مخنیوي، نسل وژنې،‌ شکنجې او د خلکو د ورک کیدلو د مخنیوي په اړه په علني‌ ډول خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو په تېر ډسمبر کې د بنګله دېش د ځانګړو پولیسو په قطعاتو او اووه لوړ پوړیو مقاماتو باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله بندیزونه ولګول.

فعالان وايي چې د شیخ حسیني‌ په صدارت کې امنیتي ځواکونو زرګونه کسان په قصدي ډول وژلي چې اکثریت یې سیاستوال دي. خو د بنګله دېش حکومت دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG