د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي د روان میلادي کال د اګست او اکتوبر میاشتو ترمنځ د یمن په جګړه کې نژدې ١٥٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ددغې مرګ ژوبلې لږ تر لږه ٣٣ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن د جګړې د ښکېلو اړخونو غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

دغه سازمان ویلي دي چې د دریو میاشتو په ترڅ کې هره ورځ په وسطي توګه ١٢٣ ملکي وګړي په یمن کې وژل کېږي او یا هم زخمیان کېږي.

یمن
یمن

د حوثي یاغیانو او د یمن د حکومتي ځواکونو ترمنځ په څلور کلنې جګړې کې تر اوسه شاوخوا ١٦ زره کسان وژل شوي دي.

دغې جګړې یمن د قحطۍ پر لور بېولی او ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دغه هېواد کې څه دپاسه یو میلیون او دری سوه زره ماشومان د سختې خوارزواکۍ سره مخامخ دي.

سربېره پر دې د خپرو شویو شمېرو له مخې په یمن کې څه دپاسه اته میلیونه وګړي د سختې لوږې سره مخامخ دي.

له بلې خوا د یمن حکومت چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي د دې هېواد په مرکز صنعا کې د هوایي ډګر د بېرته پرانیستلو وړاندیز کړی دی، خو ویلي یې چې دغه میدان ته تر ورتللو دمخه باید الوتکې د عدن او سیون په هوایي ډګرونو کې تالاشي شي.

د یمن د مرکز صنعا ښار هوایي ډگر
د یمن د مرکز صنعا ښار هوایي ډگر

دغه فکر په سویډن کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یمن د سولې په خبرو کې رامنځته شوی چې د جګړې دواړه اړخونه پر یو بل ډاډ پیدا کړي او بالاخره دغه د اوربند د کېدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG