د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نیم میلیون نفوس مرستو ته اړتیا لري؛ ملګري ملتونه طالبانو ته: ښځو ته د کار اجازه ورکړئ


ملګري متلونه وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۲ میلیون کسان چې د افغانستان ۴۵ فیصده نفوس جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظم ادارې (اوچا) ویلي دي چې افغانستان د بشري مرستو د اړتیا له پلوه لا هم په نړۍ کې یو اړمن هېواد دی.

اوچا ویلي دي چې «د بنسټونو عمیقه ویجاړتیا، د خوراکي موادو کمښت، د اقلیم د بدلون له کبله پیدا شوې پرلپسې ستونزې، وچکالي، سیلابونه، زلزلې، په ډېر شمېر کې د کډوالو راستنېدل، د ناروغیو خپرېدل، د ښځو او نجونو د جدي ژغورنې خطرونه» په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت عمده علتونه بلل کېږي.

اوچا په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د ۲.۵ میلیون افغان کډوالو بېرته ستنېدو ته په اشارې ویلي چې دې حالت په افغانستان کې په موجود بشري وضعیت باندې فشارونه نور هم زیات کړي دي.

اوچا ویلي دي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱.۷۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې پرې اړمنو ته خوراکي مواد، سرپناه، روغتیايي مراقبت، د څښاک پاکې اوبه او نقدي مرستې برابر کړي.

سکاو ویلي دي: «د ژمي په راتک سره، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې د ښځو او ماشومانو د سوء تغذي پېښې زیاتې شي او داسې یوې اندازې ته ورسېږي، چې په وروستیو کې یې ساری لیدل شوی نه وي.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ایکس حساب کې د الجزیرې له تلویزون سره د دغې ادارې د مرستیال کارل سکاو د مرکې یوه برخه خپره کړې چې هغه په کې په افغانستان کې د جدي سختې لوږې، خوارځواکۍ او غذا د عدم مصونیت په اړه خبرداری ورکوي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو په ادارو کې په ښځو باندې د کار محدویتونه لېرې کړي. طالبانو څه باندې درې میاشتې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په سازمانونو کې ښځې له کار څخه منع کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو دا پرېکړه «احمقانه» وبلله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ځانګړې استازې سوزان فرګاسن میلونونو افغانانو ته د خوړو، څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه جدي ضرورت ته په کتو ویلي دي: «هر څومره چې د [طالبانو] دا بندیزونو موده اوږدېږي، په هماغه اندازه ژغورونکو خدمتونو ته خطرونه پیدا کېږي.»

هغې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار یو مهم «عنصر» او اړمنو ښځو او نجونو ته یې د لاسرسي لپاره حتمي بللي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په بشري چارو کې د ښځو په کار باندې د بندیزونو د غندنې تر څنګ ویلي د، چې دغو بندیزونو «د بشري حقونو او برابرۍ لپاره د ملګرو ملتونو اساسي اصول» مات کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG