د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلخمري کې امام زمان جومات باندې برید غندلی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر۱۳ ( تلې۲۱) په یوه اعلامیه کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د امام زمان په جومات باندې تروریستي برید غندلی دی.

د امنیت شورا غړو په یوه اعلامیه کې ددې برید د غندلو سربیره د پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده: "د امنیت شورا غړي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې تروریزم که په هر بڼه کې وي د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی".

د جمعې په ورځ د امام زمان د شیعه مذهبو په جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې لمونځ کوونکو په دغه جومات کې د جمعې د ورځې لمونځ ادا کوه. په دې برید کې په لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مصطفی هاشمي په دغه چاودنه کې د اوو تنو وژل کیدل او د ۱۷ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

خو د پیښې عیني شاهدان په دې چاودنه کې د تلفاتو شمیر د طالبانو د چارواکو د رسمي شمیر څخه ډیر زیات ښيي.

افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو دا چاودنه ځانمرګی برید ښودلی او ویلي دي، چې په چاودنه کې تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځه پرمهال د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

رویټرز اژانس ویلي، چې داعش د تیلګرام په ټولنیزه شبکه ګې په یو پیغام کې د پلخمري د چاودنې مسوولیت منلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په دغه اعلامیه کې د دغو تروریستي پیښو د عاملانو، تنظیموونکو، مالي ملاتړ برابرونکو او ملاتړو د ځواب ویلو اړتیا یادونه کړې او د هغوی په محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې له ټولو هیوادونو غوښتل شوي، چې په لاس کې د لرلو امکاناتو، د نړیوالو قوانینو او د امنیت د شورا پریکړه لیک ته د خپلو ژمنو پر اساس د تروریزم د پدیدې پر وړاندې فعاله مبارزه وکړي.

د دې دمخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یوه اعلامیه کې ددغه برید د غندنې ترڅنګ د پیښې قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې وه.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي و: "مونږ په ساحه کې ددغې پیښې په تړاو د حقایقو په ټولولو باندې کار کوو".

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې هر ډول تروریستي اقدام پرته د هغې د انګیزې څخه او دا چې چیرته او څه وخت او د چا له خوا ترسره کیږي جرم دی او هیڅ د توجیه وړ نه دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګیدو یادونه کړې ده، خو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونه د سختو تروریستي بریدونو شاهدان وو.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته د اسلامي دولت د خراسان څانګې په دغه هیواد کې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او روزنیزو مرکزونو باندې په پرله پسې ډول بریدونه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG