د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا د طالب مشرانو په سفرونو د بندیز په اړه وېشلې ده- سرچینې  


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرو غونډو یوه برخه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرو غونډو یوه برخه

په ملګرو ملتونو کې ځینې دپلوماتیکې سرچینې وايي چې د امنیت شورا د طالبانو په یو شمېر مشرانو باندې د سفر د بندیز د لېرې کولو او نه لېرې کولو په اړه مختلف نظرونه لري.

په ۲۰۱۱ کې د امنیت شورا د یوې پریکړې په اساس د طالبانو په ۱۵ مشرانو باندې د سفر کولو بندیزونه ولګول شول او شتمنۍ یې ګنګل شوې، له دغې ډلې څخه یې ۱۳ له دغو بندیزونو څخه مستثنی شول چې بهر ته سفرونه او د نورو هېوادونو له مقاماتو او چارواکو سره خبرې وکړای شي.

خو د دغې استثنی موده تېره جمعه ختمه شوه او ایرلنډ انتقاد وکړ چې ولې دا موده په اتوماتیک ډول وغځول شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۵ غړو څخه یوه جوړه شوې کمېټه د «افغانستان د بندیزونو» مسئوله ده، دغې کمېټې د جون په میاشت کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو نومونه له دغه استثنايي لست څخه پداسې حال کې وایستل چې طالبانو په ښځو او نجونو کلک بندیزونه لګولي و.

د فرانسې خبري اژانس ته دپلوماتیکو سرچېنو ویلي دي چې ځینې هېوادونه غواړي‌ چې دا استثنايي لست نور هم مختصر شي. دوی وايي‌ چې طالبان بشري حقونو ته د درناوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

څو ورځې مخکې امریکا اعلان وکړ چې په کابل کې یې د یو بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وواژه او دا کار د طالبانو د هغې ژمنې په اړه پوښتنې پیدا کړې چې ویلي وو افراطیانو ته به ځای نه ورکوي.

خو چین او روسیه د دغه استثنايي لست تمدېدل غواړي. د امنیت په شورا کې د چین استازولۍ تېره اوونۍ ویلي وو چې دا معافیت او «استثنا لا هم یو ضرورت» دی او د طالب مشرانو له سفر سره یې د بشري حقونو د مسئلې تړل «کمزوري» وبلل.

دپلوماتیکې سرچېنې وايي چې تېره ورځ او تېره اوونۍ هم په دې اړه بحثونه وشول او دواړو خواوو د دغه لست د کمولو او زیاتولو او همدغه راز مشخصو ځایونو ته د طالب مشرانو د سفرونو په اړه وړاندیزونه رد کړي‌. په دې اړه به ښايي بحثونه روان وي.

تر څو چې پرېکړه نه وي شوي، په لست کې شامل هېڅ طالب مشر سفر نشي کولای. ښايي‌ دا کار د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ځکه د اندېښنې وړ وي‌ چې هغه قطر ته ډېر سفرونه کړي او ملاقاتونه یې درلودلي دي.‌ ښاغلی متقي هم د هغو ۱۳ طالب مشرانو په لست کې شامل دی چې د سفرونو له بندیزونو څخه مستثنی ګڼل کېده.

څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې د امنیت د شورا له غړوڅخه غوښتل شوي وو چې «بندیزونه دې د فشار د وسیلې په توګه» نه کاروي.

XS
SM
MD
LG