د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مخې ته مظاهره وکړه


په کابل کې د ښځو مظاهره
په کابل کې د ښځو مظاهره

یو شمېر ښځو نن یکشنبه سپتمبر ۱۹ (وږي۲۸) په کابل کې د ښځو د چارو د مخکني وزارت په مخکې، چې اوس د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په وزارت بدل شوی، مظاهره وکړه.‌

د اسوشیتدپرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې دا ښځې د وزارت مخې ته راټولې شوې وې خو له یو سړي سره تر لفظي مشاجرې ورسته ولاړې.‌ وايي اعتراض یې لس دقېقې و.

دغو افغان ښځو او نجونو د ازادۍ، کار او تحصیل شعارونه ورکول. د دوی په یو شعار کې لیکل شوي وو: « په کومو ټولنو کې چې ښځې فعالې نه وې، هغه ټولنې مړې دي.»

طالبانو د ښځو چارو وزارت لوحه لېرې او په ځای یې د « ارشاد، امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت لوحه وځړوله چې په دې کار سره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان پارېدلي‌ او مظاهرې یې وکړې.

په یو بل اقدام کې شاوخوا ۳۰ ښځو چې اکثریت یې د مخکني حکومت کارکوونکې وې، په کابل کې په یوې زیرزمینۍ کې خبري کنفرانس ورکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د ښوونځیو او دفترونو په ګډون عامه ځایونه د ښځو په مخکې خلاص کړي.

اسوشیتدپرس د دغو معترضینو له قوله لیکلي دي که هغوی ته د کار او په ټولنیزو مسائیلو کې د ګډون فرصت ورنکړل شي، هېواد به پرېږدي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د ښاروالۍ له ښځینه کارکوونکو وغوښتل چې تر امرثاني پورې کارونه ته ولاړې نشي.

ښاغلي نعماني‌ وویل یوازې هغه کارکوونکې چې نارینه یې کارونه نشي کولای، لکه د ښځو د عمومي تشنابونو مسئولینې او صفاکارانې او د انجینرۍ او طراحي د برخې کارکوونکې، کولای شي کارونو ته راشي.‌

طالبانو همدغه راز اعلان کړی دی چې په پوهنتونونو کې دې د هلکانو او نجونو ټولګي جلا وي.

طالبانو لا د ښځو د کار، تعلیم او مدني حقونو په اړه کومه تګلاره نه ده اعلان کړې، خو په مخکني نظام (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې ښځو دا حقونه نه وو ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG