د لاس رسي وړ اتصالات

د 'معترضو ښځو غورځنګ': د ملګرو ملتونو نرم چلند طالبانو ته د افغانانو د ځپلو جرات ورکړی


په افغانستان کې د «معترضو ښځو غورځنګونو​ ایتلاف» په ملګرو ملتونو باندې کلک انتقاد کړی چې نه دی توانېدلی په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو له حقوقو څخه هم دفاع وکړي.

دغو معترضو ښځو د دوشنبې په ورځ اپرېل لسمه (وري ۲۱) د کابل، بدخشان، تخار او بامیان په ولایتونو کې په خبري کنفرانسونو کې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګروملتونو په نرم چلند نیوکه وکړه. دا ښځې وايي د امنیتي‌ ګواښونو له کبله یې په عام محضر کې خبري کنفرانسونه ورنکړل، بلکې په خصوصي بڼه یې خپل پیغام خپور کړ.

د هغوی په خبره، په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز د وړاندوینې وړ و او یوناما د دې پرېکړې پر ضد د درېدو پر ځای، د افغانستان د خلکو د توقع خلاف انعطاف وښود. دا ایتلاف وايی چې د ښځو د حقونو د یو شمېر مدافعانو او مدني فعالانو څخه جوړ دی.

یوناما د روانې اپرېل میاشتې پر څلورمه (وري ۱۵) وویل چې په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو کار کوونکي دفتر ته له تګ څخه منعه شوي دي. د طالبانو تر یادې پرېکړې وروسته ملګرو ملتونو د اعتراض په ډول له خپلو ټولو کار کوونکو څخه وغوښتل چې تر دوو ورځو خپلو دندو ته حاضر نشي.

دغه معترضې ښځې وايي: "له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې له قید او شرط پرته تعامل او د طالبانو لخوا د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د نقض په اړه د هغوی نرمښت او انعطاف ښودل د دې لامل شوي چې طالبان په لا زیاته زړورتیا او جرات سره د افغانستان د خلکو ځپلو ته دوام ورکړي."

د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د دغه هیواد خلکو حقوقو د نه ملاتړ او په ځانګړي ډول د خپلو ښځينه کار کوونکو د حقونو د ملاتړ لپاره باید په کابل کې د خپل سیاسي دفتر دروازه بنده کړي. د دغو معترضو ښځو په باور «یوناما د طالبانو په مېلمستون» بدله شوې او د هغه د وام د افغانستان د خلکو هیڅ په ګټه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د خپلو ښځینه کارکوونکو په کار د طالبانو د بندیز پرېکړه په کلکه غندلې او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي‌دي که دا پرېکړه بېرته وانخیستل شي، په افغانستان کې به د حیاتي مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو توان کمزوری شي. یوناما د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو نورې پرېکړې هم غندلې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ میاشتې پر ۱۶مه د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

په ملګرو ملتونو کې په سیاسي چارو کې د متحدو ایالتونو د استازي ځای ناستي رابرټ ووډ د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د هغوی د مشارکت او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم وګاڼه.

نوموړي‌ د مارچ په ورځ هم ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر مهم دی. هغه وړاندیز کړی و چې د امنیت شورا باید یوناما د افغانستان دخلکو لپاره د «نجات لارې» په توګه وساتي.

د راپورنو له مخې یوناما اوس مهال په افغانستان کې د ۴۰۰ ښځینه کار کوونکو په ګډون شاوخوا ۳۳۰۰ کار کوونکي لري چې تر ډېره د بشري مرستو تر سره کېدو په برخه کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG