د لاس رسي وړ اتصالات

نجفي زاده: طالبانو د طلوع د خبرونو مسئول او حقوقي مشاور خوشي کړي


د طلوع نیوز خصوصي شبکې د خپرونو یوه برخه
د طلوع نیوز خصوصي شبکې د خپرونو یوه برخه

په افغانستان کې د طلوع نیوز د خصوصي تلویزون مخکنی مشر [ډایرکټر] لطف الله نجفي زاده وايي چې طالبانو د دغې شبکې د خبرونو مسئول او حقوقي مشاور پرېښي خو نطاق یې لا هم د هغوی په بند کې دی.

د طلوع تلویزون یوې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو استخبارتي کسان د پنچشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب۲۶) د طلوع تلویزون ودانۍ ته ننوتل او بیا یې د خبرونو مسئول خپلواک ساپی، د خبرونو وړاندې کوونکی بهرام امان او د دغې شبکې حقوقي مشاور یې ونیول له ځان سره یې بوتلل.

د طلوع شبکې مخکني مسئول لطف الله نجفي زاده، چې اوس هم د دغې شبکې له مشرانو او کارکوونکو سره نژدې روابط لري، په خپل ټویټر کې د طالبانو دا اقدام غندلی او هغه یې یو «ناوړه عملی» بللی.

ښاغلی نجفي زاده تېره ورځ د «ون یانګ ورلډ One Young World» ادارې له لورې د کال غوره خبریال اعلان شو.

تر دې دمه په خپله د طلوع شبکې او د طالبانو حکومت د دغو کسانو د نیولو او پرېښودو په اړه څه نه دي‌ ویلي او نه یې هم د نیول کېدو علت ښکاره شوی دی.

د طلوع نیوز ځینو نورو خبریالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې تر دې مخکې هم طالبانو د دغې شبکې ځینې کارکوونکي بیولي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کړې وې.

د طلوع نیوز د دغو دریو کارکوونکو د نیولو اصلي‌ علت لا معلوم نه دی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي. د دغو کسانو تر نیول کېدو څو شېبې مخکې طلوع نیوز په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د حکم په اساس سر «له نن شپې [پنجشنې ماښام) په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي».

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د طلوع نیوز د دغو کارکوونکو د نیولو په اړه «ژوره اندیښنه» ښودلې او د هغوی د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما په ټویټر کې لیکلي: «ملګري ملتونه د هغو کسانو د خلاصیدو غوښتنه کوي چې وسله والو کسانو نیولي او همدارنګه د خبریالانو او آزادو مطبوعاتو د کار کوونکو نیولو، ګواښلو او ډارولو بندیدل غواړي.»

موبي ګروپ، چې طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیوني شبکو تر څنګ راډیویي خپرونې هم لري، وايي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ترې د بهرنیو سریالانو نه خپرولو په اړه لیکلی ضمانت غوښتی.

تېره ورځ د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا واک ته ورسېدل.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG