د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پوهنتونونو په درسي نصاب کې نور دیني مضامین زیات کړل 


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ اګسټ ۱۶ (زمري ۲۵) وویل چې د افغانستان د پوهنتونونو محصلین باید د دیني مضمونونو په زیاتو صنفونو کې ګډون وکړي.


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وویل چې "مونږ به د اوسنيو اتو مضامینو سربیره پنځه نور دیني مضامین اضافه کړو" چې د اسلام تاریخ، سیاست او حکومتداري پکې شامل دي.


حقاني په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هیڅ هغه مضمون چې اوس مهال تدریس کیږي نه لرې کیږي.

خو په ځنو پوهنځیو کې د موسیقۍ او مجسمه جوړولو مضمونونه چې د اسلام څخه د طالبانو د سرسختي تعبیر سره په تضاد کې وو لرې شوي دي او د یو شمیر نورو مضمونونو تدریس له افغانستان څخه د پوهنتونونو د استادانو د تېښتې په وجه ځنډیدلی دی.

د دې نوي پروګرام له مخې به دیني مضامین په اونۍ کې درې ځله تدرېسېږي. مخکې په اونۍ کې یو ځل دا کار کېده.

طالبانو په خپل پخواني رژیم کې - د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ - د طب او انجینرۍ په ګډون د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د دیني مضامینو شمیر زیات کړی و. په هغه وخت کې زده کوونکو ته د نورو مضامینو په پرتله چې د ازموینې دوه چانسونه یې درلودل د دیني مضمونو د ازموینې لپاره یوازې یو چانس ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته لا هم د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي او د دې ډلې له خوا د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ژمنو سره سره افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورې له زده کړو بې برخې دي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین رئیس عبدالخالق صادق د سه شنبې په ورځ اګسټ ۱۶ (زمذي ۲۵) وویل چې په کلیوالو سیمو کې کورنۍ لا هم په دې اړه قانع نه دي چې خپلې لوڼې منځني ښوونځيو ته واستوي.

هغه وويل: "موږ هڅه کوو، چې له خپلو مشرانو سره په همغږۍ يوه پاليسۍ جوړه کړو چې د کليوالو سيمو خلک هم قانع شي."

د دغه وزارت د نشراتو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان هم د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هرکله چې دیني عالمان او د دې ډلې رهبري شورا د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه موافقه وکړي او لارښوونې ورته ترتیب شي دا ستونزه به هواره شي.

ښاغلي ریان زیاته کړه چې رسنۍ د طالبانو د حکومت پر ضد د نجونو د منځني او لېسو د زده کړو موضوع کاروي، په داسې حال کې چې د ده په وینا د ښوونځیو تړل دایمي نه بلکې دا به لنډمهاله وي.

طالبانو په تېر یو کال کې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي، چې په هغو کې له شپږم ټولګي او تر هغه پورته نجونو ته د زده کړو له حقه انکار، له شرعي محرم پرته د سفر حق نه ورکول او په دولتي ادارو او قضايي ادارو کې د ښځو له کار کولو محرومول شامل دي.

سره له دې چې نجونې لا هم پوهنتونونو ته د تلو اجازه لري، خو ډېرې یې د پیسو د نشتوالي او په عامو خلکو کې د دوی د ښکاره کیدړ په اړه د هغوی د کورنیو د وېرې په وجه له زده کړو محرومې شوې دي.

د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، ښځې تر ډېره د کار او زده کړې له حقه محرومې وې، او معمولاً د کور نه د وتلو پر وخت اړ وې چې خپل مخونه پټ کړي او یو شرعي محرم ورسره وي.

ددې مطلب په برابرولو کې د فرانس پرس اژانس له رپوټ نه کار اخیستل شوی.
XS
SM
MD
LG