د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي روسیې څخه د تیلو د اخیستلو موافقې ته نږدې شوي


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، روسیې چارواکو سره به د تیلو د اخیستلو په اړه یوه موافقه ژر لاسلیک شي.

ښاغلی عزیزي چې تیره اونۍ مسکو ته تللی و، په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د دغه وزارت یو تخنیکي ټیم لا هم په مسکو کې دی او په دې اړه له روسیې چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي عزیزي وویل " الحمدالله په کلي ډول موافقې شوي دي. د بیو په سر بحثونه شوي او حتی چې د بیو په سر موافقې ته سره رسیدلي دي یوازې دا مسله پاتې چې په رسمي ډول یوه موافقه لاسلیک شي".

ښاغلي عزیزي وویل، روسيې چارواکو سره یې خبرې ډیرې ګټورې وې خو هغه دا ونه ویل چې له روسیې څخه څومره تیل او نور د اړتیا وړ توکي اخلي.

روسي رسنیو تیره اوونۍ راپور ورکړ چې طالبان غواړي له روسيې څخه یو میلیون ټنه تیل واخلي. د اوکراین د جګړې وروسته افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د تیلو بیې ډیرې پورته ختلي دي.

روسي چارواکو د دغه هیواد رسنیو ته ویلي، چې د ښاغلي عزیزي په مشرۍ پلاوي ورسره د غنمو او لمرګلونو د زڼو د وارداتو په ګډون د مهمو محصولاتو په وارداتو خبري کړي دي.

د روسیې رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت دغه پلاوي د روسیې چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه تیل به احتمالا د ممیزو، د درمل جوړیدو د خامو موادو او نورو منرالي موادو په بدل کې واخلي.

د صنعت او تجارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي روسیې رسنیو ته ویلي، چې افغانستان څه باندې څلور میلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري چې یو اندازه یې له ګاونډیو هیوادونو څخه له وړاندې اخیستې دي.

طالبانو حګومت له وړاندې ایران سره د ۳۵۰ زره متریک ټنه تیلو د واردیدو په اړه تیره میاشت موافقه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې " اوچا" د یو وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون تر میاشتې پورې افغانستان کې د تیلو په ځانګړي ډول د ډیزلو بیې کې له ۹۰ فیصدو څخه ډیر زیاتولی راغلی دی.

افغان سوداګر وايي، افغانستان کې د تیرکال د اګست میاشتې د بدلون وروسته په دغه هیواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوی او خلکو د اخیستلو توان له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، اوس مهال په بازارونو کې یوازې د خوراکي او اړتیا نورو موادو ته اړتیا ډیره لیدل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست حاجي محمد یونس مومند وايي، د دغو موادو د واریدو وروسته به په بازار کې تیلو بیې کنټرول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د چارواکو د وینا له مخې اوس مهال افغانستان تر پنځه ملیاردو ډالرو پورې واردات او صادرات لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمهال د افغانستان د وارداتو او صادراتو کچه تر ۱۶ ملیاردو ډالرو پورې رسیدله.

د اقتصادي چارو کارپوهان پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو بندیدل او هم د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کیدل په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران سبب ګڼي.

خو ښاغلی الکوزی وايي، د تیرکال دسیاسي بدلون وروسته لومړۍ څو میاشتې ډیرې سختې وې او اوس د پخوا پرتله وضعیت یو څه ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG