د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې ته نړیوال غبرګونونه


د کابل د تیرې ورځې چاودنې اکثره قربانیان ماشومان دي
د کابل د تیرې ورځې چاودنې اکثره قربانیان ماشومان دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل ښار لوېدیځ کې د انجونو د ښوونځي مخته پرونۍ مرګونې چاودنه «وحشیانه» کړنه بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه چاودنه غندل شوې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ ژر تر ژره د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د ملکي وګړو د بې معنا هدف ګرځولو د مخنیوي غوښتونکي یو."

د ملګرو ملتونو منشي انتوني ګوتریش هم دغه برید غندلی او د افغانستان له خلکو او حکومت سره یې غمشریکي ښودلې ده.

انتوني ګوتریش دغه برید یو جنایت بللی او ټینګار کړی چې عاملان یې باید ځواب ویلو ته کش کړل شي.

نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمېدو او د سوله ییزې لارې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالي ادارې یا یونیسف اجرائیوي رئیسې هنریټا فور هم د کابل ښار په دشت برچي کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې ده.

په اعلامیه کې د یونیسف د اجرائیوي رئیسې له قوله ویل شوي چې د ښوونځیو په شااوخوا د تاوتریخوالي تر سره کول د منلو نه دی او ټينګار یې کړی چې ښوونځي باید داسې خوندي ځایونه وي چې ماشومان پکې له بشپړه امنیت څخه برخمن وي.

نوموړې زیاته کړې: "ماشومان باید هېڅکله له هېڅ امله د تاوتریخوالي موخه ونه ګرځي."

یونیسف یوځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو بشري حقونو او انسان دوستانه قوانینو ته ژمن پاتې شي او د ټولو ماشومانو لپاره امنیت او خوندیتوب چمتو کړي.

یوناما، په کابل کې د امریکا سفارت، ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو هم دا برید غندلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، تیره ورځ لومړی د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «سید الشهدا» ښوونځي مخته موټر بم چاودنه شوې او تر هغه وروسته څو ځای پر ځای شوو ماینونو هم چاودنې کړي دي.

د نوموړي په وینا په دغه چاودنه کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي ماشومانې دي.

وسله والو طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې کومې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.

تیر کال هم په یاده سیمه کې پر کوثر تعلیمي مرکز چاودنه کې ۱۸ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG