د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمېر ۲۰ زرو ته نږدې شوی


د ترکیې د ګازیانتیپ سیمه چې د دوشنبې د ورځې زلزلې سخته ځپلې ده.
د ترکیې د ګازیانتیپ سیمه چې د دوشنبې د ورځې زلزلې سخته ځپلې ده.

په ترکیې او سوریې کې د دوشنبې د ورځې زلزلې د مړو شمېر ۲۰ زرو ته نږدې شوی او په زرګونو خلک چې کورونه یې نړېدلي دي، په سړې هوا کې بې سرپناه پاتې دي، خوراکي مواد او د څښلو اوبه نلري.

د ژغورنې عملیات دوام لري، خو سړې هوا او د زلزلې پرله پسې ټکانونو د ژغورنې کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د تلفاتو شمېر زیاتیږي. چارواکو او روغتیا پالانو وویل چې په ترکیې کې لږترلږه ۱۶۶۵۰ تنه او په سوریه کې له ۳۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې په ترکیه کې ۶۴۰۰۰ او په سوریه کې تر ۵۰۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د استانبول د ښاروالۍ له خوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې ژغورونکو د ترکیې د انتاکیا د ولایت د حتای په ښار کې یوه نجلۍ له زلزلې ۶۸ ساعته وروسته او یو هلک ۶۵ ساعته وروسته له خاورو ژوندي راوایستل.

په ورته وخت کې، له ترکیې سره د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستو لپاره د بیلابیلو هیوادونو مرستندویه ډلې هم دغه هیواد ته د وررسېدو په حال کې دي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د طبیعي ناورینونو د غبرګون ټیم هم د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د انجرلیک هوايي‌ ډګر ته ورسید. په دغه ټیم کې ۱۵۹ کسه پرسونل، ۱۲ ژغورونکي سپي او د ژغورنې تخنیکي وسایل شامل دي.

د سوریې حال

د اسوشیټد پرس له خوا په ډرون باندې اخیستل شوې یوې ویډیو کې د سوریې شمالي سیمه ښودل کیږي چې زلزلې پکې ناورین رامنځته کړی دی.

دغه سیمه چې د سوریې د رژیم د مخالفینو تر ولکې لاندې ده، له دې مخکې هم د جنګونو له امله سخته ځپل شوې او د سوریې له نورو برخو راغلي ډیر کورني بې ځایه شوي خلک هم په کې اوسېږي.

سوریې ته نړیوالې مرستې د بشارالاسد د رژیم په وړاندې د لویدیځ د بندیزونو له امله ټکنۍ شوي دي، او یوازې کوچنيو مرستندویه سازمانونو د سوریې شمال لویدیځ ته مرستې لیږلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ دغو سیمو ته ورسیده. ملګرو ملتونو ته یوازې د یوې پولې له لارې مرستې لیږلو ته اجازه ورکول کیږي او ویجاړو شویو سرکونو تر دې دمه د مرستو رسولو مخه نیولې وه.

د سوریې د ادلیب په ښار کې د زلزلې له امله بې ځایه شوي په یوه کمپ کې ژوند کوي.

ددې کمپ اوسېدونکې، فهیمې، وویل: "مونږ له ویرې له خپلو کورونو راووتو. کورونه مو ړنګ شول، دلته هم شرایط ډیر خراب دي، کافي کمپلې نه لرو."

یاسمین الدرویش هم په همدې کمپ کې اوسیږي. هغې وویل: "کله چې زلزله وشوه زه وېښه وم. ټکان مې احساس کړ، ما فکر وکړ چې تندر به وي ځکه باران اورېده. خو وروسته مو المارۍ او ګلدانۍ په سر راپرېوتې، او برق ولاړ. نه پوهېدم ماشومان مې چیرته دي، دوی پسې مې نارې وهلې، نږدې و چې کور را ونړیږي."

په سوریې کې ددغه کمپ مسوول عبدالقادر تت وویل، زلزلې لوی ناورین رامنځته کړی او د بې کوره شویو خلکو شمیر خورا زیات دی. د هغه په خبره، ډیر خلک خپلو کورونو ته د زلزلې د نورو ټکانونو او د کورونو د نړېدو له ویرې نه ځي.

د ترکیې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې لږترلږه ۱۱۰ زره د ژغورنې کارکوونکي او تر ۵۵۰۰ ډېر موټر د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

د ترکیې پر حکومت انتقادونه په داسې حال کې زیات شوي چې ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان زلزله ځپلې سیمې ته د خپل سفر پر مهال د خپل حکومت نیمګړتیاوې ومنلې، خو زیاته یې کړه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی ستونزمن دی.

د ترکیې او سوریې ترمنځ سرحدي سیمه د نړۍ په هغو سیمو کې راځي چې د زلزلې خطر پکې ډېر زیات دی. دا په ترکیه کې د ۱۹۳۹ کال له زلزلې وروسته چې شاوخوا ۳۳ زره کسان پکې مړه شول، تر ټولو خونړۍ زلزله وه.

XS
SM
MD
LG