د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او متحدینو یې د نړیوالې اټومي ادارې رپوټ ته د ایران په غبرګون انتقاد وکړ


متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) له فرانسې، بریتانیا او جرمني سره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) راپور ته د تهران په "ناکافي" ځواب نیوکه کړې.

د ملګرو ملتونو د اټومي څار نړیوالې ادارې د چهارشنبه په ورځ وروسته له هغه تهران ته خبرداری ورکړ چې د فورډو د سوند موادو د غني کولو په فابریکه کې له مخکینۍ خبرتیا پرته په تجهیزاتو کې د بدلونونو رامنځته کیدل وموندل شول؛ کوم چې کولی شي تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم غني کړي.

ایران ادعا کړې چې د IAEA مفتش په تصادفي ډول دا بدلونونه نا اعلان شوي په نښه کړي؛ کومه مسله چې وروسته حل شوه.

د امریکا، فرانسې، بریتانیا او جرمني په ګډه اعلامیه کې راغلي: "د ایران ادعاوې چې دا کار په تېروتنه ترسره شوی، بې بنسټه دي." او زیاته کړې یې ده چې: "موږ د ایران د اقداماتو په هکله قضاوت د نړیوالې اټومي ادارې د بې پرې او هدفي راپورونو پر بنسټ کوو، نه د ایران د نیت او ارادې له مخې."

د نړیوالې اټومي ادارې د راپور له مخې، چې فرانس پرس اژانس لیدلی، د روان کال د جنوري په ۲۱ د ایران د فورډو تاسیساتو د نا اعلان شوي تفتیش په جریان کې، پلټونکو وموندله چې "دوه IR-6 سنټرفیوژ کاسکیډونه ... په داسې طریقه سره نښلول شوي چې د ایران لخوا د مخکنۍ اعلان شوې عملیاتي طریقې څخه یې خورا توپیر درلود."

نړیوالې اټومي ادارې د کاسکیډ cascades ترمنځ په ارتباط کې د بدلون ډولونه مشخص نه کړل.

دغو څلورو لویدیځو قدرتونو وویل چې دا بدلون د تړونونو له مخې "د ایران له مکلفیتونو سره سمون نه درلود"

د دوی په بیان کې ویل شوي: "موږ بیا وایو چې د فورډو د یورانیمو د غني کولو په فابریکه کې د ایران له لورې په لوړه کچه د غني شويو یورانیمو تولید پرته له کومې باوري ملکي توجیع څخه ددې موادو تکثر د پام وړ خطرونه رامنځته کوي."

د ایران د فورډو د یورانیمو د غني کولو ساحه له هغه وخت راهیسې تر څیړنې لاندې ده چې ایران د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې هلته د تر ۶۰سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو کار پیل کړی او همدارنګه د نتانز ساحه هم تر څیړنې لاندې ده.

دا کچه د ۳.۶۷ سلنې د غني کولو له حد څخه خورا ډیر ده چې د تهران او لویو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټاکل شوي او دا نږدې۹۰ سلنې ته رسیږي چې د اټومي بم تولید لپاره ورته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG