د لاس رسي وړ اتصالات

تهران او مسکو له ایران سره د اټومي خبرو د ځنډ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ 


د ایران اټومي تاسیسات
د ایران اټومي تاسیسات

مسکو او تهران له ایران سره د اټومي خبرو د بیا نه پیل کولو د خطرونو په اړه تازه خبرداری ورکړی دی، هغه موافقه چې متحده ایالتونه ترې په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول وتلي وو.

دغو دواړو هېوادونو په جلا جلا توګه ویلي، داسې ښکاري چې لوېدیځ هېوادونه د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره د خبرو اترو بیا پیلولو ته لېواله نه دي. د مسکو او تهران دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړو اعتراض کوونکو ځپل او پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل له سختو نړیوالو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د اتریش په پلازمینه ویانا کې میشت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له اوږدې مودې راهیسې له تهران څخه غوښتي چې د ایران په دریو اټومي ساحو کې د مصنوعي یورانیمو د موندلو په اړه چې راپور یې ندی ورکړل شوی، وضاحت ورکړي، خو ایران تر اوسه پدې اړه ځواب ندی ورکړی.

بل اړخ ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ مرغومي ۸) وویل چې مسکو له ایران سره د امریکا او د هغه د متحدینو ترمنځ د اټومي موافقې ملاتړ کوي. لاوروف د روسیې خبري اژانسونو ته ویلي، که له ایران سره اټومي موافقه ناکامه شي، نو دا وضعیت به د کړکېچ د زیاتېدو، د وسلو د سیالۍ او د نه په شا کیدونکو پایلو سبب شي.

په داسې حال کې چې روسیې د ایران د اټومي موافقې په بیا ژوندي کولو کې رول لوبولی دی، پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته د تهران او مسکو اړیکې لاپیاوړې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې په دې وروستیو کې له عمان څخه راستون شوی، ویلي چې د ایران د اټومي موافقې دروازې به د تل لپاره خلاصې نه وي.

عمان د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په بیا احیا کې د منځګړي رول لوبولی دی، تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا د عمان نوي سلطان د دغه هېواد د اټومي هوکړې په اړه ایران ته کوم پیغام ورکړی او که نه.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې «زموږ په اند اوس مهال له ایران سره د اټومي خبرو د بیا پیلولو لپاره هیڅ ډول نښې یا دلیل نه شته.» د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند کریسټوفر برګر دفتر ټینګار کړی چې جرمني د دې پر ځای په ایران کې پر هغو اعتراض کوونکو تمرکز کړی چې سړکونو ته راوتلي او د ازادۍ او انساني کرامت غوښتونکي دي.

د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې او جرمني ترمنځ اټومي موافقه په ۲۰۱۵ کال کې لاس لیک شوه چې له مخې یې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه تر یوه حده لغو شول، او په بدل کې تهران خپل اټومي فعالیتونه محدود کړل.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له دغه تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او پر ایران یې یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، په غبرګون کې یې تهران د دغه تړون له ژمنو څخه شا ته شو او په پراخه پیمانه یې د یورانیمو غني کول بیا پیل کړل.

دا راپور د رویټرز خبري اژانس د خبر په اساس جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG