د لاس رسي وړ اتصالات

هند له امریکا څخه د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پیري


په دغې معاملې کې ۳۱ بې پیلوټه الوتکې هم شاملې دي
په دغې معاملې کې ۳۱ بې پیلوټه الوتکې هم شاملې دي

د متحدو ایالتونو حکومت د پنجشنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغه۱۲) د هند سمندري امنیت د خوندیتوب او څار لپاره په نوي ډهلي باندې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د بې پیلوټه الوتکو او پوځي تجهیزاتو پېرودل تائید کړل.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له نوي ډهلي څخه غواړي چې د هند-پاسفیک په تګلارې کې له متحدو ایالتونو سره همکاري زیاته کړې، د دغې تګلارې هدف په سیمه کې د چین د نفوذ مخه نیول دي.

د اسوشیتډپرس اژانس وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۳.۹۹ میلیارد ډالرو د دغې معاملې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی.

په دغه تړون کې د سکای ګارډین په نوم ۳۱ بې پیلوته الوتکې، د هیلفایر په نوم ۱۷۰ میزایلونه، ۳۱۰ کوچني اندازه بمونه او نور مرتبط مواد شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا معامله به «د امریکا او هند د ستراتیژیک مشارکت په قوي کولو» سره به د متحدو ایالتونو د «بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د اهدافو ملا» وتړي. په اعلامیې کې هند د هند-پاسفیک او جنوبي اسیا د سیاسي ثبات، سولې او اقتصادي پرمختګ ځواک یاد شوی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي چې دا معامله به په «سمندري عملیاتو کې د بې پیلوټه الوتکو د څار او کشفي ګزمو په برخو کې د هند ظرفیت لوړوي چې له اوسنيو او اینده تهدیدونو» سره مبارزه وکړي.

اعلامیې زیاته کړې ده چې هند «د خپل پوځ د موډرن کولو ژمنه کړې» او د دغې ژمنې د پوره کولو په برخه کې به کومه ستونزه ونه لري.

دا معامله داسې مهال کېږي، چې هند لا هم په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی نه دی. متحده ایالتونه او ایتلاف یې د اوکراین په جګړې کې له کیف سره ولاړ دي او پوځي او بشري مرستې ورکوي چې په روسیې باندې برلاسی شي.

هند تر دې مخکې خپل پوځي تجهیزاتو او مهات تر ډېره له روسیې څخه اخیستل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG