د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او بریتانیا خپلو اتباعو ته: د کابل سرینا له هوټل څخه ژر تر ژره ووځي


په کابل کې سرینا هوټل
په کابل کې سرینا هوټل

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا خپلو اتباعو ته خبر داری ورکړی چې په کابل کې له سرینا هوټل څخه ژر تر ژره ووځي او په یاده سیمه کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د فرانسې خبري آژانس نن دوشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې یاد خبرداری «امنیتي ګوښونو ته» په کتو ورکول شوی دی.

امریکا او بریتانیا تر دا مهاله په کابل کې د سرینا هوټل د امنیتي ګواښونو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي.

سرینا هوټل د افغانستان مرکز کابل کې ارګ ته نژدې موقعیت لري او له خوندي هوټلونو څخه ګڼل کیږي چې اکثره مراجعین یې بهرني وګړي وي.

ویل کیږي چې د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره قطر په یاد هوټل کې خپل سفارت فعال کړی او په دغه هوټل کې د خپلې قونسلي چارې مخته وړي.

همدرانګه ویل کیږي چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا دغه هوټل ته تلوونکي لارې د طالبانو لخوا تړل شوي او په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله سرینا هوټل ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر دا مهاله معلومه نه ده چې په افغانستان کې څومره امریکايي اتباع بند پاتې دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د اټکل له مخې ویلي وو چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي اتباع چې د امریکا د اقامت کارت یا ګرین کارت لري له دغه هیواد څخه د وتلو په تمه دي.

د امریکا متحده ایالاتو او برتایتانیا په داسې مهال له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې له سرینا هوټل څخه ووځي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې چاودنې زیاتې شوي دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته کابل، ننګرهار او کندز د مرګونو چاودنو شاهد وو چې د زیاتو مسؤلیت یې داعش ډلې منلی دی.

په تازه پېښه کې د تیرې جمعې په ورځ د کندز مرکز کې د افغان اهل تشیع په جومات کې د طالبانو په وینا د ځانمرګي برید له امله ۴۶ تنه ووژل شول او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شول.

له افغانستان څخه د امریکا د تخیلې پروګرام په وروستیو ورځو کې د کابل هوايي ډګر ته نژدې د داعش ډلې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG