د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان ډلو ته: تاوتریخوالی مه کوئ، مذاکره وکړئ


متحده ایالات چې طالبان په رسمیت نه پیژني او ددې ډلې پر مشرانو یې بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ملاتړ کړی و، تېره اوونۍ ادعا وکړه چې که امریکا ورسره مرسته وکړي، کولای شي د طالبانو د بیا نسکورولو لپاره کافي ځواکونه را جلب کړي.

لږ تر لږه دوو پخوانيو افغان جنرالانو سمیع سادات او خوشال سادات څو میاشتې په امریکا کې تېرې کړې چې د طالبانو پر ضد د احتمالي جګړې لپاره د پخوانیو پوځیانو، وکیلانو او نورو ډلو ملاتړ ترلاسه کړي.

خو ددغو غوښتنو په غبرګون کې د امریکا د حکومت ځواب څرګند و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل: "امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی بېرته پیل شي او موږ د طالبانو پر وړاندې د وسله والو مخالفت څخه ملاتړ نه کوو."

په دې بیانونو کې هغو افغان ډلو ته مشورې شاملې دي چې غواړي د پوځي لارې طالبانو ته ماتې ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند امریکا غږ ته وویل: "موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي. دا یوازینۍ لار ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ننګونو سره مقابله وکړي."

امريکايي مقامات وايي، امريکا ته د پخوانيو افغان چارواکو له سفر او د طالبانو پر ضد له وسله وال مقاومت څخه د هغوى د ملاتړ په اړه خبر دي، خو نه شي نيولى د هغوی مخنیوی وکړي، ځکه د امريکا اساسي قانون په دې هېواد کې د هرچا لپاره د بيان د ازادۍ ضمانت کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا وتلو په افغانستان کې د خپلو پخوانیو متحدینو لپاره هېڅ ډول پوځي ملاتړ پرېنښود، او دې کار د طالبانو مخالفین ناراضه کړل.

د طالبانو ضد ډلې مشر احمد مسعود تېره اوونۍ یوې امنیتي غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل: "داسې حس کوم چې مونږ سره خیانت وشو. احساس کوو چې موږ یواځې پریښودل شو... زموږ لاسونه تش دي."

د امریکا حکومت د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې مشران د تروریستانو په توګه پیژندلي دي. خو طالبانو د دوحې په تړون کې له ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ژمنه کړې ده.

د سمندري تحلیلونو په مرکز کې د ګواښونو او ننګونو سره د مبارزې د پروګرام د غیر انتفاعي پوځي څیړنیزې ډلې رئیس جانتن شروډن وویل."طالبانو وښودله چې دوی د داعش پر وړاندې فعال عمل کوي او په ځینو مواردو اغیزمن دي."

خو بیا هم هغه زیاته کړه چې دغې ډلې د نورو ډلو لکه القاعده او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې جدي اقدامات نه دي کړي؛ هغه ډلې چې امریکا، لویدیځ متحدین، چین، روسیه او د سیمې نور هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د راپورونو له مخې د داعش خراسان څانګې د طالبانو له مخالفو ډلو وغوښتل چې د طالبانو پر ضد جګړه کې سره متحد شي.

د طالبانو سره تعامل

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د جولای په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره چې مشري یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي کوله، وکتل.

په دې ناسته کې د نورو مسایلو ترڅنګ د ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر محدودیت هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو د تعامل د دوام لپاره د پرمختګ او هیلو خبر ورکړ.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ پرون وویل: "د افغانستان په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی، موږ په دې باور یو چې افغان نجونو ته باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ښوونځيو ته او افغان مېرمنې کار ولاړې شي. پدې خاطر مو پر طالبانو فشار راوړی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په اړه د طالبانو د تصمیم په خاطر د طالبانو څخه هیڅ ملاتړ نه دی کړی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG