د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر: د ښځو په ګډون د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب د سترایژیک پلوه افغانستان لپاره ډیر اړین دی


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب باندې په ټینګارسره وايي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دې چې د درییم پرله پسې کال لپاره په کې نجونې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې عصري زده کړو ته دوام نشي ورکولی.

کرن ډیکر د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۷ (حمل اتم) د قطر له پایتخت دوحه څخه په انلاین بڼه د یو شمیر افغان رسنیو د مسوولینو او خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې حتی درییم کال لپاره افغانانو ته په رسمي ډول د نوروز د نمانځلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

میرمن ډیکر وویل: " زمونږ د شمیرنو له مخې طالبانو د افغان میرمنو د کړنو د محدودولو لپاره له پنځوسو زیات فرمانونه خپاره کړي چې افغان میرمن څه وکړي، چیرته لاړې شي، څرنګه جامې واغوندې، هغوی کله کولی شي چې ولیدلې شي او هغوی څه وايي. په نړۍ کې بل هیڅ کوم هیواد په دومره بشپړ ډول خپل نیمايي نفوس نه دی حذف کړی".

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې دا لګیدلي محدودیتونه د افغانانو تاریخ او فرهنګ نه منعکس کوي. میرمن ډیکر وویل چې نوروز دود څو ورځې دمخه پیل شو د پسرلي راتګ او د تعلیمي کال پیل هم ورسره مل وو.

میرمن ډیکر وویل چې په افغانستان کې د درییم کال لپاره لا هم د افغان نجونو پرمخ ښوونځي تړلي پاتې شوي دي.

میرمن ډیکر وویل: " د درییم پرله پسې کال لپاره افغانستان په متمایز ‌ډول په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې نجونې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې عصري زده کړو ته دوام نشي ورکولی او لا هم حتی د درییم کال لپاره افغانانو ته په عام ډول د نوروز د نمانځلو اجازه نه ده ورکړل شوې".

همداشان افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر د سترایژیک پلوه د نجونو او ښځو تعلیم د افغانستان لپاره ډیر مهم وګڼه.

میرمن ډیکر ووویل: " د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو خوندیتوب د ستراتیژیک پلوه د افغانستان لپاره ډیر ضروري دی او دا ددې لپاره نه چې امریکا متحده ایالات یې وايي، دا ځکه چې افغانانو په پرله پسې ډول دا ویلي دي چې هغوی غواړي چې ښځې تعلیم وکړي، هغوی غواړي چې ښځې کار وکړي او هغوی په عام ژوند کې د ښځو ګډون غواړي".

همداشان کرن ډیکر د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو په اړه وویل چې دا بندیزونه افغانستان ته په کال کې د میلیاردونو ډالرو زیان رسوي، چې دا هیواد ددې زیان د زغملو توان نلري.

کرن ډیکر وویل، کله چې د یو هیواد نیمايي نفوس د عاید د ترلاسه کولو او خپلو کورنیو سره د عاید په ترلاسه کولو کې مرسته ونکړي هیڅکله په خپلو پښو نشي دریدلی.

دغې امریکايي دپلوماتې په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د مشرانو د څرګندونو یادونه وکړه چې هغوی وايي نه غواړي افغانستان د بهرنیو هیوادونو په مرستو متکي پاتې شي.

میرمن ډیکر وویل: " دا یو ساده حقیقت دی د زده کړو او کار څخه د نیمايي نفوس منع کول پر بهرنیو مرستو اتکا اوږدوي".

کرن ډیکر په خپلو څرګندونو کې په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون اغیزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا هیواد په تیرو ۲۷ کلنو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او په عین وخت کې ددغه هیواد په ځینو برخو کې سیلابونو کرهڼیز فصلونه له منځه وړي او خلک یې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي.

میرمن ډیکر وویل چې وچکالي او موسمې سیلابونه په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون څرګندې نښې دي.

هغې وویل چې کله د څښلو پاکې اوبه نه پیداکیږي نو ښځې او نجونې بیا د پاکو اوبو په لټه کې له خپلو کورونو وځي چې دا کار د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخه نیسي.

د امریکا شارژدافیرې وویل چې افغانستان کې د کرهڼې د اوبخور لپاره د اوبو نشتون د خوړو د نه خوندیتوب او د بزګرانو د قرصداره کیدو سبب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG