د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر: د طالبانو پرېکړې هغوی پخپله منزوي کوي


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د بندیز پرېکړه نړیوالې ټولنې په يوه خوله غندلې ده، خو ددې سره سره به افغانانو سره د امریکا بشري مرستې دوام وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکرد چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۱ ( لیندۍ ۳۰) په دوحه کې د خپل سفارت څخه د یو شمیر افغان خبریالانو سره په انلاین بڼه په خبرو کې وویل، چې امریکا متحده ایالات به د بشري مرستو څخه د وسلې په توګه کار وانخلي.

میرمن ډیکر وویل: " اړتیا ده چې طالبان باید د منزوي کیدو لپاره چمتو اوسي او د نجونو د زده کړو پریکړه دوی منزوي کوي. د دوی پریکړې دوی پخپله منزوي کوي."

د امریکا د سفارت شادردافیرې وویل، چې د نجونو د تعلیم په مسله یې په کابل کې د طالبانو د لوړو پوړو چارواکو سره ددغسې پرېکړو د عواقبو په اړه خبرې کړي او ورته یې ویلي، چې دا کار مه کوئ.

خو میرمن ډیګر وویل، چې په کندهار کې د طالبانو مشرانو یو مشر هم په دې اړه د امریکا متحده ایالاتو او یا هم د نړیوالې ټولنې له استازو خبرې نه دي کړي.

میرمن ډیکر زیاته کړه: " مونږ او نړیوالې ټولنې په یو اتفاق سره د میاشتو راهیسې یو پیغام هغوی ته رسولې، چې دغسې پریکړې به ډیرې زیان راوړونکي اوسي."

هغې وویل، چې په دې نه پوهیږي، چې د طالبانو لوړپوړې چارواکي ددې پرېکړې سره مخالف دي او که نه خو فکر کوم چې د دې پریکړې سره په مخالفت غږ پورته شوی دی.

د امریکا د سفارت شادافیرې د نړیوالې ټولنې څخه د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ددغسې پریکړو په اغیزو هم خبرې وکړې او ویې ویل که طالبان غواړي، چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي نو باید چې ددغسې اقداماتو څخه لاس واخلي.

هغې وویل: " که طالبان رسمیت پېژندل او مشروعیت غواړي او هغوی غواړي چې په ملګروملتونو کې استازی ولري او په نړیوالو کنفرانسونو کې کښیني او په یقین سره چې نورې پیسې هم غواړي هغوی له نړیوالې ټولنې ډیر شیان غواړي دا ټول پرته د شرایطو او اړتیاو نه شي ترلاسه کیدلی."

د امریکا د سفارت دغې چارواکې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګوندې امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي. هغې وویل، چې امریکا طالبانو ته هیڅ پیسې نه ورکوي او کومې پیسې چې افغانستان ته استول کیږي هغه د امریکا او نړیوالې ټولنې پیسې چې په افغانستان کې د ملګروملتونو له خوا په بشري چارو په مصرف رسیږي.

د امریکا د سفارت دغې چارواکې د بین الافغاني خبرو په اړه وویل، چې ددغسې خبرو پیلیدو ژر امکان په دې نه لیدل کیږي، چې تراوسه د طالبانو د مخالفو افغان سیاسیونو ترمنځ د نظر یوالی نه لیدلی کیږي او هغوی ددغسې خبرو د پیلیدو لپاره چمتوالی نلري. میرمن ډیکر وویل، چې افغانان پخپله باید د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د امریکا د سفارت دغې چارواکي وویل، چې په تیرو پنځه کلنو کې هم د افغان سیاسیونو ترمنځ طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په سر د نظر اختلاف ډیر زیات موجود و.

میرمن ډیکر وویل: " زه فکر کوم چې مونږ دا پدیده په تیرو پنځه کلنو کې ولیده چې په رښتیا یې د طالبانو سره د جمهوریت د سولې ته رسیدلو ته زیان ورسوه ."

هغې وویل، چې افغانان هیڅکله په دې باندې موفق شوي نه دي چې څوک د خبرو په میز کښینې او د دغې امریکایي دیپلووماتې په وینا هغوی د ټولو افغانانو د ګټو پر ځای خپلو ګټو او خپلو ډلو ګټو ته پاملرنه کړې ده. د امریکا د سفارت شاردافیرې په کابل کې د پاکستان په سفارت او په یو هوټل کې د چینايي سوداګرو د بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی په دې ډیر اندیښمن دي.

میرمن ډیکر وویل، چې افغانستان کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو په اړه پریکړې ته نه دي رسیدلي خو زیاته یې کړه چې دوی کابل ته د ستنیدلو تمه لري خو ویې ویل، چې لا په دې موقعیت کې نه دي چې ووايي دوی کابل ته ستنیدلو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG