د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو له خپل پرسونل او امریکایي وګړو څخه د ځان خوندي کولو غوښتنه کړې

په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو سفارتونو د خپلو کارکوونکو په ګډون له امریکايي اتباعو، غوښتي چې ځانونه خوندي کړي او خپل تګ راتګ محدود کړي.

د متحدو ایالتونو سفارتونو دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې دې هېواد او اسرائیل د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د ایران په وړاندې په یو ګډ پوځي عملیاتو کې د هغه هېواد ګڼ شمېر پوځي سیمې، دولتي مرکزونه او اټومي تاسیسات په نښه کړل.

په متحده عربي اماراتو کې د متحدو ایالتونو ماموریت ویلي چې: "په سیمه کې د جګړو له امله، په ابوظبۍ کې د متحدو ایالتونو سفارت او په دوبۍ کې د دې هېواد قونسلګرۍ خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو ځایونو کې پناه واخلي [یعنې خوندي ځای کې پاتې شي]."

دې ماموریت له ټولو امریکایانو هم چې «تر بلې خبرتیا پورې» ځانونه خوندي کړي.

په بحرین کې هم د متحدو ایالتونو سفارت ویلي چې پر بحرین باندې د روانو توغندیزو بریدونو له امله به دغه سفارت د یکشنبې په ورځ تړلی وي.

د سعودي عربستان لپاره د متحدو ایالتونو ماموریت هم ورته تدابیر نیولي، او خپلو کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې زیات احتیاط وکړي او په سیمه کې پوځي تاسیساتو ته غیر ضروري سفرونه محدود کړي.

دې ماموریت په سعودي عربستان کې مېشت امریکایي اتباعو ته هم سپارښتنه کړې چې همداسې وکړي. سعودي عربستان ویلي چې د ریاض په سیمه او ختیځ ولایت کې یې د ایران توغندیز بریدونه شنډ کړي دي.

په کویت، اسراییل، اردن او قطر کې هم د متحدو ایالتونو سفارتونو ویلي چې د ټولو کارکوونکو لپاره یې د پناه اخیستلو تګلاره پلې کړې ده.

قطر او اسرائیل دواړو خپل هوايي حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړلی دی.

دا هر څه وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د شنبې په سهار د امریکا ولسمشر ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په وړاندې د پوځي عملیاتو موخه "د امریکا د خلکو دفاع او د ایران د رژیم له لوري د نږدې ګواښونو له منځه وړل دي، هغه ظالمه ډله چې ډېر سخت او خطرناک کسان پکې شامل دي".

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت اعلان کړی چې په ایران باندې پوځي برید "د حماسي غضب عملیات" په نوم یادیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG