د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (اپریل ۱۸) وویل چې ایران نور نشي کولی له متحدو ایالتونو باج واخلي.
نوموړي چې په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې وویل هغوی (ایرانیانو) غوښتل هرمز تنګی بیرته بند کړي، هغه کار چې کلونه یې کړی، خو نور دا کار نشي کولی.
ولسمشر ټرمپ په روانو خبرو کې د ایران پر کړنو په نیوکې سره وویل:" هغوی یو څه هوښیاري کوي، په هماغه ډول چې ۴۷ کاله کیږي دا کار کوي. هیڅوک له هغوی سره ندي مخ شوي. موږ له هغوی سره مخ شوي یو. "
ولسمشر ټرمپ د یو اجرایوي فرمان د لاسلیک کیدو د مراسمو پرمهال د ایران د رژیم په وړاندې د حماسي غضب د عملیاتو بریاوې یادې کړې او ویې ویل:" هغوی (د ایران رژیم) سمندري ځواک، هوایي ځواک، رهبر او بل هیڅ څه نلري. په اصل کې د هغوی رهبران... د رژیم بدلیدل دي. تاسې هغه ته د رژیم اجباري تغیر وایاست."
وروسته هغه چې ولسمشر ټرمپ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ اپریل ۱۷ په بشپړ ډول د کښتیو په وړاندې د هرمز تنګي د خلاصیدو خبر ورکړ، د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیا د مرکزي قرار ګاه ویاند اعلان کړی وو چې د هرمز تنګي وضعیت بیرته خپل پخواني حالت ته ستون شوی او یاد تنګی د ایران د رژیم د ځواکونو تر مدیریت او کنټرول لاندې دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې اوسمهال ډیری کښتۍ د تیلو د اخیستلو لپاره متحدو ایالتونو ته راځي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د ایران سره د مذاکراتو د دوام خبر ورکړ او ویې ویل:" موږ له هغوی سره خبرې کوو. خبرې د پرمختګ په حال کې دي."
ولسمشر ټرمپ ددغو خبرو جزیاتو ته له اشارې پرته وویل، چې" په منځني ختیځ کې وضعیت ډیر ښه پر مخ روان دی" او د ورځې ترپایه به د ایران د تحولاتو په اړه نوې خبرونه له ټولو سره شریک شي.
فورم \ دبحث خونه