د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییل له امریکا غواړي چې پر حماس د بې وسلې کولو لپاره فشار راوړي


مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ګیډون سعار د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر
مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ګیډون سعار د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سعار سره وکتل، او د بحث موضوع د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان و.

د دې غونډې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ټامي پیګوټ، په یوې اعلامیې کې ویلي چې روبیو او سعار "د غزې په اړه د ولسمشر د ۲۰ ماده يي پلان د پلي کولو په شمول د سیمه ییز امنیت او بشري هڅو په اړه خبرې وکړې."

پیګوټ وویل، "مشرانو د سوریې او لبنان په اړه هم خبرې وکړې او په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره یې د نږدې همکارۍ پر ژمنې بیا ټنیګار وکړ."

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې سعار له روبیو څخه وغوښتل چې امریکا د حماس پر ترهګرې ډلې خپل فشار جاري وساتي ترڅو د ټرمپ له لوري د سولې د وړاندې شوي پلان سره سم بې وسلې شي.

د اسراییلو په اعلامیې کې د سعار له قوله دا هم ویل شوي چې اسراییل د حماس په بې وسلې کولو او د فلسطیني خاورې غزې په بې وسلې کولو، چیرې چې دا ډله میشته ده، ټینګار وکړ.

د ولسمشر ټرمپ پلان د دې لامل شو د اسراییل او حماس ترمنځ د اکتوبر میاشتې په ۱۰نېټه اوربند نافذ شي. د دواړو خوا ترمنخ دوکلنه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسراییل برید وکړ.

د اسراییلو په اعلامیې کې ویل شوي، "سعار ټینګار وکړ چې د بې وسلې کولو لپاره د حماس د ژمنې 'کمزورې' کولو هڅې باید ونه منل شي."

د حماس د برخلیک په اړه د چهارشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د استازي مایک والټز او د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ خبرې وکړې.

والټز چې د هرتزوګ تر څنګ له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې حماس "باید له منځه ولاړ شي".

والټز وویل: "ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې که دا په هر ډول وي، اسانه یا ستونزمن همداسې به شي، خو حماس به نور نه وي. او هغه څه چې موږ نشو کولی، هغه څه چې موږ یې د مخنیوي هوډ لرو، هغه څه دي چې زه یې د لیونتوب تعریف بولم: په یو ډول حماس ته اجازه ورکول کیږي چې ژوندی پاتې شي، دوی بیا رغول کیږي، نړیواله ټولنه په ملیاردونو ډالر په بیارغونه کې ورکوي، حماس بیا بریدونه کوي، او اسراییل د ځواب ویلو پرته بله چاره نلري، او دلته موږ د لیونتوب په دې دوره کې یو. ولسمشر او د هغه ټیم، هوډ لري چې دا مات کړي، او یو له ډیرو دلیلونو څخه چې زه دلته یم دا دی چې دا پلي شي."

ټرمپ د دسمبر په ۳مه خبریالانو ته وویل چې د هغه د سولې پلان دوهم پړاو به "ډیر ژر پلي شي".

لومړی پړاو د اکتوبر په لسمه د اسراییلو او حماس لخوا د سمدستي او د نا معلوم وخت لپاره د اوربند سره پیل شو.

د اوربند د شرایطو له مخې، حماس باید پاتې ۴۸ یرغمل شوي کسان اسراییل ته سپارلي وای، او په بدل کې یې اسراییل شاوخوا ۲ زره فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي وای او د سلګونو وژل شویو فلسطینیانو مړي یې هم سپارلي وای.

حماس د اوربند په لومړۍ ورځ ۲۰ ژوندي یرغمل خوشې کړل او له هغې وروسته په څو اونیو کې یې د ۲۸ وژل شویو یرغملو له جملې څخه د ۲۷ کسانو جسدونه بیرته وسپارل.

اوس یواځې د یوه وژل شوي اسرائیلي یرغمل مړی په غزې کې پاتې دی. دا اسرائیلي وګړی رون ګیفلي نومیږي او د اسرائیل د پولیسو یو افسر و.

اسراییل هم فلسطيني امنیتي بندیان خوشې کړل او د هر وژل شوي اسراییلي یرغمل مړي په بدل کې یې د ۱۵ فلسطینیانو جسدونه سپارلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG