د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش: د افغانستان د کرکټ خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره لوبه راته ګټه کوي


د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی نیک پوتاس وايي د درې یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان د خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره په لوبو او مخامخ کېدو سره په اوږد مهال کې ګټه کوي.

افغانستان په بنګله دېش کې د روانې لړۍ لومړنۍ دوې لوبې وګټلې او د لړۍ جام یې په خپل نوم کړ. له انګلستان وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې په تېرو اوو کلونو کې بنګله دېش ته په کور دننه د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکوي.

پوتاس په چټاګنګ کې د افغانستان د لوبډلې په اړه خبریالانو ته وویل: "دوی په نړۍ کې ترټولو غوره د سپنرانو [ورو توپ اچوونکو] برید لري او دا یو حقیقت دی."

د افغانستان سپنرانو مجیب الرحمن، راشد خان او محمد نبي له بنګله دېش سره په لومړیو دوو لوبو کې د افغانستان په بریا کې مهمه ونډه لرله، او مجموعي ډول یې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

پوتاس وویل: "په نړۍ کې هیڅ بل ټیم د دې کیفیت درې سپنران نلري چې په دوامدار ډول برید کوي."

پوتاس هیله څرګنده کړه چې دا به د اکتوبر په میاشت کې نړیوال جام ته د تیاري د پاره له بنګله دېش سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: "دا زموږ سره مرسته کوي. که تاسو د دې کچې سپن سره مخ شئ، تاسو کولی شئ د هر چا سره مخامخ شئ."

د افغانستان او بنګله دېش درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ ده. بنګله دېش په ۲۰۱۴ کې سري لانکا ته په ۳-۰ د لوبو لړۍ بایللو وروسته په لومړي ځل په کور دننه د لوبو د لړۍ د ټولو لوبو بایللو یا "ویټ واش کیدو" له خطر سره مخامخ دی.

له افغانستان سره د روانې لړۍ په لومړۍ لوبه کې په ۱۶۹ منډو د بنګله دېش نهه توپ وهونکي وسوځېدل او په دوهمه لوبه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۸۹ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ اچونې روزونکي حميد حسن د افغان کيڼ لاسي چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي ستاينه وکړه، چې په دواړو سياليو کې يې مهمې برياوې ترلاسه کړې او د بنګله دېش شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

حمید حسن وویل: "موږ اسیا جام او راتلونکي نړیوال جام ته په تمه یو. او هغه [فاروقي] به زموږ کلیدي توپ اچوونکی وي."

افغانستان له بنګله دیش سره د یو ورځنیو لوبو وروسته د جولای په ۱۴ او ۱۶ دوه شل اوریزې لوبې کوي.

ټاکل شوې ده چې دواړه هېوادونه په هند کې د نړیوال جام په ترڅ کې د اکتوبر په اوومه سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG