د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د طالبانو ډله په افغانستان کې داعش ماتولای شي؟


په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو لپاره د طالبانو هڅه د داعش خراسان د وروستیو مرګوني بریدونو په نتیجه کې له ګواښ سره مخامخ شوی.

په یوه تازه پیښه کې د داعش یو بریدګر د جمعې په ورځ په کندز کې د شیعه مذهبو په یو جومات باندې ځانمرګی برید وکړ چې د طالبالنو په وینا پدې حمله کې ۴۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي، که څه هم چې ځینو منابعو پدې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر شاوخوا ۱۰۰ تنه رپوټ کړي دي.

د داعش ډلې همداشان د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یو ځانمرګی برید وکړ چې د کابل د هوایي ډګر مخ ته راټول شوي وو چې شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتیر ي ووژل شول.

داعش-خراسان څوک دي؟

د اسلامي دولت ډله یا داعش د افراطي سني مذهبو څخه جوړه شوې چې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د سوریې او عراق د ځنو سیمو په نیولو سره یې خپل "خلافت" اعلان کړ.

که څه هم چې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف په عراق او سوریه کې د داعش له لورې ټولې نیول شوې سیمې ددې ډلې له شتون څخه پاکې کړې، خو ددې ډلې اړوند سخت دریځه د نړۍ په نورو سیمو کې د هغه ځای په شمول چې دوی یې د "خراسان ولایت" ګڼي او د افغانستان، ایران، پاکستان او ترکمنستان ځنې برخې په بر کې نیسي ددې ډلې تر تور بیرغ لاندې راوټوکیدل.

فرانسوی څیړونکی ژان-لیوک مري، داعش-خراسان د "پخوانیو جهادي سازمانونو د غړو مجموعه ګڼي چې اویغوریان، اوزبیک‌ان او ناراضه طالبان" په کې شامل دي.

د داعش انتحاري بریدګر چې په کندز کې یې د شیعه مذهبو په جومات د جمعې د ورځې برید وکړ هغه هعم د اویغور یو جنګیالی و.

اویغوریان د چین د شین‌ژیانګ ولایت جلاغوښتونکي دي چې تل د چین د کمونیست حکومت له لورې ځپل کیږي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر د ۵۰۰ څخه تر څو زرو تنو پورې دی چې ددې هیواد په ختیځو او شمالي سیمو کې فعالیت کوي. طالبانو په څو تیرو ورځو کې په کابل ښار کې د داعش د ډلې د پټنځایونو د ویجاړولو او د هغوی د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د داعش د خراسان څانګه د ۲۰۲۰ کال راهیسې د "شهاب‌ المهاجر" له لورې رهبري کیږي. ویل کیږي چې المهاجر پخوا د طالبانو له دوهمه درجه قوماندانانو له ډلې څخه و. غربي مقامات وایي المهاجر د القاعده سره هم کار کړی او د حقاني شبکې له مشرانو سره نژدې اړیکې لري.

د داعش ګواښ څومره ستر دی؟

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه چې د امریکایي پوځیانو او د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو قواو د بریدونو په نتیجه کې تر ډیره کوبل شوې او کمزورې شوې وه داسې بریښي چې د المهاجر په راتللو سره بیا راژوندۍ شوې ده.

د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د چارو کارپوه عبدالسعید، چې د سخت دریځو فعالیت په آنلاین فضا کې څیړي او ارزوي طالبان د داعش اصلي هدف ګڼي، خو د هغه په وینا دغه ډله د ویرې او ډار د رامنځته کولو لپاره پر مذهبي او زده کړو ځایونو او حتی په روغتونونو باندې بریدونه کوي.

طالبان او داعش، دواړه سخت دریځه سني ډلې دي. طالبانو پر افغانستان باندې له واکمن کیدو وروسته ویلي چې ددې هیواد د شیعه اقلیت ساتنه کوي، خو داعش چې تل شیعه مذهبه "مرتد" بولي د عراق په څیر په افغانستان کې د شیعه مذهبو پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي.

د فعالیت پیل

د داعش خراسان د ډلې اکثر اوسنيو جنګیالیو یو وخت د طالبانو او ددې ډلې د نورو متحدینو په لیکو کې جنګیدلي دي او یا هم د شورشي غورځنګونو څخه الهام اخلي او د القاعده څخه یې منشا اخیستې ده. خو اوس د داعش ستراتیژي د نورو یاغي او سخت دریځو ډلو څخه مجزا ده.

طالبان چې د روان کال د اګست په ۱۵ د کابل ښار ته ننوتل او پر ټول افغانستان واکمن شول پر دې هیواد باندې یې د حاکمیت هدف د خپل تفسیر له مخې د اسلامي شریعت پلي کول دي، خو د داعش خراسان څانګه پراخ او د نړیوال "خلافت" جوړولو هدف لري.

طالبانو پر افغانستان باندې له واکمن کیدو وروسته د داعش ډله "تکفیري" وګڼله، پداسې حال کې چې د داعش خراسان څانګه طالبان په امریکا باندې خرڅه شوې ډله ګڼلې ده.

که څه هم چې ددغو دوو ډلو ترمنځ لفظي کړکیچ تند او ترهګریز دی د هفوی غړي او جنګیالي کیدای شي د رامنځته شویو فرصتونو او د خپلو قوماندانانو په اړه د نظر په بدلیدو سره سره د یوې ډلې نه بلې ته مخه کړي.

د استخباراتي امنیت څیړونکې باربارا کلمن، وایي چې داعش پخوا تړانیدلی و هغه کسان په بریالیتوب سره جلب او جذب کړي چې د طالبانو له صفونو وتلي وو او یا یې هم طالبان میانه رو ګڼل.

د میرمن کلمن په باور "اوس چې طالبان په ظاهره یو شمیر معتدل اصلاحات د خپل حاکمیت په بڼه کې" پلي کوي زیات احتمال شته چې دغه اقدام د طالبالنو د یو شمیر عناصرو د جدایي سبب او د ناراضه طالبانو ډلې ته ورشي او د طالبانو په ضد یو لړ بریدونه وکړي.

آیا طالبان برلاسي دي؟

د ودرو ویلسن د مرکز څیړونکی مایکل کوګلمن، وایي چې طالبان په نژدې دوو میاشتو کې چې پر افغانستان برلاسي شوي عمده پیغام یې د افغانستان عامه خلکو ته دا و چې دغه ډلې "ثبات ټینګ کړی او جګړه یې پای ته رسولې ده."

خو د ښاغلي کوګلمن په وینا "د کندز په څیر تروریستي بریدونه د [طالبانو] دغه روایت تر ډیره تر پوښتنې لاندې راوړي."

د افغانستان پخوانی حکومت د میلیاردونو ډالرو امنیتي بهرنیو مرستو او د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ د ترلاسه کولو سره سره نه هم طالبانو ته په ماتې ورکولو او نه هم د داعش په له منځه وړلو بریالی شو.

خو اوس طالبان باید په ډیر کم بهرني کمک او د پرمختللي استخباراتي اطلاعاتو د نشتون په صورت کې چې امریکایي پوځیانو په تیرو ۲۹ کلونو کې لرل، د خپل سیال پر وړاندې عمل وکړي.

سره له دې طالبان د خپل دښمن او اراضي په اړه ښه پوهاوی لري، لکه څنګه چې تیره اونۍ دغې ډلې د عیدګاه په جومات کې د چاودنې وروسته په کابل ښار کې د داعش د یوې ځالې د ړنګولو خبر ورکړ.

طالبان همداشان د القاعده او حقاني شبکې احتمالي ملاتد له ځانه سره لري چې دواړه د داعش له تکتیکونو څخه پوره خبرتیا لري.

لکه څنګه چې په متحده ایالاتو کې میشت د صوفیان مرګز په رپوټ ویلي: "د داعش خراسان د څانګې سره د مقابلې لپاره به طالبان د ځواکونو او جنګي مهارت او تدارکاتي ملاتړ له درکه په حقاني شبکې، القاعده او نورو بهرنیو لوبغاړو باندې تکیه وکړي."

دا رپوټ د فرانسې د خبري اژانس د رپوټونو په اساس جوړ شوی دی

XS
SM
MD
LG