د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني‌ مقاماتو د امریکايي ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې 


په جرمني کې دا مهال زرګونه امریکایي سرتېري دیره دي
په جرمني کې دا مهال زرګونه امریکایي سرتېري دیره دي

د جرمني حکومت له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د ویستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ‌ پر پرېکړې انتقاد کړی دی.

یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي‌ ویلي دي‌ چې ولسمشر ټرمپ امر کړی دی چې له جرمني‌ څخه دې ۹۵۰۰ امریکایي سرتېري وویستل شي.

د جرمني‌ د صدارعظمې انګیلا مېرکل د ګوند یو غړي پېټر بییر د جرمني د راینیشه پوست ورځپاڼې ته ویلي دي: "دا بیخي د منلو نه ده، په خاص ډول په داسې یو حالت کې چې په واشنګتن کې هېچا هم دا فکر نه وي کړی چې په دې اړه دې په ناټو کې خپل ایتلافي جرمني‌ ته له مخکې خبر ورکړي."

همداشان د جرمني د دفاع وزیرې په برلین کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې په جرمني کې د امریکایي ځواکونو شتون د ټولو متحدینو ګټې ساتي، نو دا د امریکا په ګټه هم ده چې دلته یې قواوې پاتې شي.

د لسمشر ټرمپ له پرېکړې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر میکو ماس یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغې پرېکړې په اړه خواشیني وښوده. هغه د امریکا د متحدو ایالتونو سره د جرمني‌ روابط " پیچلي" یاد کړل.

د " المان غږ" د معلوماتو په اساس جرمني د اروپا په کچه د امریکایي ځواکونو تر ټولو ډېر مرکزونه لري.

په جرمني‌ کې دا مهال د امریکایي ځواکونو پنځه لوی نظامي‌ مرکزونه شته چې شاوخوا ۲۹۰۰۰ امریکایي سرتېري په کې دیره دي.

جرمني د دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د امریکا نژدې ستراتېژیک متحد بلل کیږي. دا هېواد د ناټو په چوکاټ کې د امریکا په مشرۍ د تروریزم سره د جګړې لپاره افغانستان ته هم زرګونه سرتېري واستول او لا هم هلته دیره دي.

XS
SM
MD
LG