د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ اټومي موافقې ته د ایران ژمنتیا تائید نکړه


جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر حال
جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر حال

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وویل، ایران د اټومي موافقې د غوښتنو سره سم عمل نه دی کړې چې د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو سره یې کړې ده. . ښاغلي ټرمپ وویل هدف یې دادی چې ایران هیڅکله اټومي وسلو ترلاسه نکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د خپلو متحدینو سره یوځای له نژدې د ایران اټومي فعالیتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امریکا ددې تړون نه وباسي.

د ښاغلي ټرمپ د وینا عمده ټکي

- ایران په څو موردو کې د اټومي موافقې نه سرغړونه کړې.

- د امریکا متحده ایالات د ایران په سپاه پاسداران باندې پدې خاطر بندیزونه لگوي چې په سیمه کې یې د ترهگرۍ نه ملاتړ کړی دی.

- د امریکا کانگرس او ددې هیواد متحدین باید د ایران د اټومي موافقې نیمگړتیاوی لرې کړي.

- که نوې موافقه ونشي، متحده ایالات به د ایران سره د اټومي موافقې نه ووځي.

د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم په اړه غبرگونونه

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو په غبرگون کې وویل چې د ایران اټومي تړون په نړیواله کچه منل شوې موافقه ده. ښاغلي روحاني د ښاغلي ټرمپ له وینا وروسته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل امریکا د ایران د اټومي موافقې پر وړاندې د خپل سیاست په وجه "نن تر بل هر وخت ځانته" پاته ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو وویل چې هیوادونه یې د ایران سره اټومي موافقې ته وفاداره پاته کیږي.

د بریتانیا صدراعظمې تریسا می، د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل، او د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دونالد ټرمپ او د امریکا د کانگرس نه وغوښتل چې د ایران د اټومي موافقې په هکله د هر ډول تصمیم له نیولو دمخه د "لویدیځ د امنیت" په اړه د خپل هوډ احتمالي پایلې په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسولې فدیریکا موگیریني د ایران سره اټومي موافقه یوه "قوي موافقه" وگڼله او وویل چې د دونالد ټرمپ په گډون د هیڅ هیواد مشر نه شي کولای چې دا موافقه لغوه کړي.

روسیې هم خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي موافقې نه د امریکا وتل به د نړۍ ثبات ته خطر پیښې کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د جمهور رئیس په تصمیم تاسف کړی دی.

همداشان د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس یوکییا امانو، ویلي چې ایران په اټومي موافقه کې ذکر شویو ژمنو ته وفاداره پاتې شوی.

دننه په امریکا کې د دموکرات گوند زیات شمیر غړي هم د ښاغلي ټرمپ له تصمیم سره مخالف دي. د امریکا د مریلند ایالت سناتور بن کاردن، وویل "په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د شمالي کوریا له لورې د یو اټومي کړکیچ سره مخامخ دي جمهور رئیس (ټرمپ) یو نوی کړکیچ ایجاد کړی چې مونږ به د خپلو متحدینو او شریکانو نه لرې کړي".

د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم هرکلی

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د ښاغلي ټرمپ د تصمیم هرکلی کړی او هغه یې "یو شجاعانه تصمیم" گڼلی دی. هغه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي چې دونالد ټرمپ "ددغه بدې موافقې د اصلاح لپاره" یو فرصت رامنځ ته کړی دی.

سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو هم په سیمه کې د ایران د سیاستونو پر وړاندې د واشنگټن د نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG