د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د پورونو د زیاتوالي حد تصویب کړ 


Debt Limit
Debt Limit

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د پنجشنبې په شپه، د جون په لومړي نیټه (غبرګولي ۱۱) د متحده ایالاتو د پورونو په حد کې زیاتوالی په ۶۳ موافقو او ۳۶ مخالفو رایو سره تصویب کړ؛ داسې څرګندیږي چې یو سناتور دغه پلان ته رایه نده ورکړې.

د امریکا د استازو خونې دمخه د امریکا د پورونو د زیاتولو پلان تصویب کړی و. د متحده ایالاتو د کانګرس دا اقدام د امریکا حکومت ته ددې توان ورکوي چې خپل لګښتونه په خپل وخت تادیه کړي.


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې د خپل هیواد د پورونو د حد د زیاتوالي ملاتړ یې کاوه، د کانګرس له دغه اقدام څخه مننه وکړه او ډیر ژر به دغه طرحه لاسلیک کړي چې د قانون بڼه غوره کړي.

وروسته له هغه چې د امریکا د سنا مجلس د متحده ایالاتو د پور حد لوړولو ته مثبته رایه ورکړه، ولسمشر بایډن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "نن شپه، د دواړو ګوندونو سناتورانو زموږ د سخت ګټل شوي اقتصادي پرمختګ د ساتنې لپاره رایه ورکړه."


دا قانون نوی پولي حد نه ټاکي، خو د متحده ایالاتو حکومت ته دا واک ورکوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر دوهمې نیټې پورې یعنی د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو څخه دوه میاشتې وروسته پورې، پور واخلي.

دا پلان پداسې حال کې د توشیح لپاره ولسمشر بایډن ته لیږل کیږي، چې د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد د پورونو د بیرته ورکولو د نه وړتیا څخه یواځې څو ورځې واټن لري.


دې موافقې د ولسمشر بایډن او د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د جرګې د رئیس کیون مک کارتي ترمنځ د مذاکراتو څو میاشتنی په ټپه دریدلی حالت پای ته ورساوه.

د متحده ایالاتو د پور اخیستلو کچه په دوراني توګه لوړیږي ترڅو دمخه تصویب شوي او مصرف شوي پورونه ادا شي. خو دا ځل د امریکا د استازو په خونه کې جمهوري غوښتونکو ټینګار وکړ چې د پورونو د بیرته ورکولو لپاره باید د حکومت لګښتونه کم شي.


د متحده ایالاتو د ملي پور کچه اوس مهال ۳۱.۴ ټریلیون ډالرو ته رسیږي او په وروستیو کلونو کې د تودو بحثونو موضوع شوې.

د بودیجې په سر جنجال دومره جدي دی چې د امریکا د مالیې وزیرې جینټ ییلین د می میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړ چې که کانګرس په راتلونکو اونیو کې اقدام ونکړي، وضعیت به د اقتصادي او مالي ګډوډۍ لامل شي.

میرمن یلن دا خبرداری هم ورکړ چې که د پور اخیستلو اندازه زیاته نه شي، نو ښایي هیواد به یې ونشي کړای چې خپل مالي مکلفیتونه پوره کړي او د "د پورونو د نه ادا کولو د جدي خطر" سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG