د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (جوزا۲۴) اعلان وکړ چې هغه امریکايي عسکر په خپل جرم اعتراف کړی، چې هڅه یې کړې وه د اسلامي دولت [داعش] ډلې ته معلومات برابر کړي چې په امریکايي ځواکونو باندې برید وکړي.
دغه امریکايي عسکر کول بریجیز، چې ۲۲ کلن دی، فکر کاوه د داعش له یو غړي سره په تماس کې دی، خو خبر نه و چې د ده ارتباطي کس د فدرال تحقیقاتي بیرو [FBI] غړی و.
د عدلیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې بریجیز اعتراف کړی چې غوښتل یې داعش ته معلومات برابر کړي چې «د امریکا د پوځ غړي ووژني».
وزارت وایي چې دغه عسکر دوه کاله مخکې د پوځ په لیکو کې داخل شو، چې د مقاماتو په وینا لومړۍ یې هڅه وکړه د داعش په اړه اوازې خپرې کړې او بیا یې دغې ډلې ته د معلوماتو ټولول پیل کړل.
کول بریجیز په ۲۰۲۰ کې د فدرال تحقیقاتي بیرو له یو بهرني کارکوونکي سره په تماس کې شو. ده د هغو فرضي جنګیالیو او ځواکونو لپاره لارښوونې او روزنې چمتو کولې، چې غوښتل یې په امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي. نوموړي د نیویارک په ښار کې په ځینو هدفونو باندې د ممکنه بریدونو په اړه هم مشورې ورکړې وې.
ده د فدرال تحقیقاتي بیرو دغه کارکوونکي ته، چې ځان یې د داعش ورته غړی معرفي کړی و، ویلي وو چې اورپکي څنګه کولای شي په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي او یو لړ معلومات یې هم برابر کړي وو چې څنګه په امریکایي ځواکونو باندې خونړي بریدونه وشي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې دغه عسکر د فدرال تحقیقاتي بیرو غړي ته خپله یوه ویدو هم استولې وه چې مرمۍ ضد واسکټ یې په تن دی او د داعش ډلې له بیرغ سره ولاړ دی. وروسته یې بله ویدیو هم استولې چې په کې په امریکايي ځواکونو باندې د غلچکي بریدونو په اړه غږېدلی و.
په پام کې ده چې دغه امریکایي سرتېری د نومبر په دویمه نېټه مجازات شي چې د ۲۰ کالونو بند له سزا سره مخامخ دی.