د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو د اړیکو د ښه کېدو تمه نه کیږي - شنونکي


د طالبانو په ۱۸ میاشتنۍ واکمنۍ کې په ښکاره د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ تماسونه او لېدنې ترسره شوي، خو شنونکي د دواړو خواوو تر منځ اړیکي خرابي بولي، او په راتلونکې کې هم د دغو اړیکو د ښه کېدو هیله نلري.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، ارل انتوني وین، د امریکا له حکومت سره د طالبانو د خړو پړو اړیکو عمده لامل د طالبانو چلند بولي.

هغه وویل: "ما ته د طالبانو او امریکا په اړیکو کې ډېره زیاته ستونزه ښکاري. دلته داسې فکر موجود دی، چې که طالبان خپلې تګلارې بدلولو ته اړ کېږي، دوی پدغه ډول حالت کې اصلاً په رغنده ډول د نړۍ سره د ښکېل کېدو اراده نلري. دې کار یو خنډ رامنځته کړی. د امریکا له نظره، په هغه ډول چې دوی حکومت کوي، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو او ښځو په تړاو او د دوی ځېنې نورې کړنې، باید بدلون ومومي."

نور شنونکي وايي چې اصلاً امریکا په تېر یو نیم کال کې د طالبانو سره د اړیکو رغولو هڅه نه ده کړې. د بروکینکز انسټیټوټ د افغانستان د چارو څېړونکی، مایکل او هانلن، وايي، امریکا تمه نلرله چې طالبان به بېرته د ۱۹۹۰ لسیزې په شان مفکورې ته ګرځي.

هغه وویل: "وروسته له هغه چې امریکا د طالبانو سره [د دوحې] تړون وکړ، دوی ډېره په ځېرکتیا پر امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د راوتلو پر مهال بریدونه ونکړل. طالبانو د ولسمشر غني د حکومت سره د واک د شریکولو هیڅ مانادارې هڅې ونکړې. دوی [طالبان] اوس ښځو ته په ټولنه کې د رول ورکولو او په هره بڼه ولسواکي ردوي."

څېړونکي د طالبانو او امریکا تر منځ د اړیکو د راتلونکي په اړه بېلابیل نظرونه لري. د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د افغانستان د برخې تحلیلګره، کېټ بېټمن، په دې باور ده چې امریکا دا وخت "د انتظار کولو او کتلو" تګلارې ته دوام ورکوي.

هغې وویل: "په دسمبر کې د ښځو پر کار او زدکړو بندیز د نړیوالو همغږي غبرګونونه راوپارول. آن د اسلامي هیوادونو کنفرانس هم پدې اړه غبرګون وښود. زه فکر کوم د طالبانو مشرتابه ددغه غبرګون تمه نه لرله. زما اټکل دا دی چې امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو لخوا ددغه ډول بندیزونو د لغو کولو هیله لري، تر څو نړۍ طالبانو ته خپلې دروازې پرانیزي."

مایکل اوهانلن وايي، په نړیواله ټولنه کې د طالبانو موقف له امریکا سره ددغې ډلې د اړیکو د ښه کېدو مخنیوی کوي.

هغه وویل: "د امریکا متحد ایالتونه اړ دي، چې د طالبانو سره د اړیکو په اړه ډېر زیات احتیاط وکړي، ځکه په رسمي ډول دوی اوس هم د ترهګرو ملاتړي دي. د قوانینو له مخې، امریکا نشي کولای چې له دوی سره راکړه ورکړه وکړي."

تېر کال په کابل کې د امریکا په یو هوايي برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو، د ځینو شنونکو په باور، له واشنګټن سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدو هیلې نورې هم پیکه کړې.

XS
SM
MD
LG