د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه باسو


ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د کمولو خبر وکری و.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي "هر څومره ژر چې کیږي"ټــول امریکايي ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.

که څه هم ښاغلي ټرمپ د دغه ځواکونو د وتلو کوم کره تاریخ ندی په ګوته کړی، خو هغه دغه خبرې پرون سه شنبه (غبرګولی ۶ / مې۲۶) په یوې ناستې کې خبریالانو ته وکړې.

په عین حال کې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز له ځینو سرچینو لیکلي، د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنو ته چمتو کیږي او هغه د جمهوریخواه حزب له خوا نوماند هم دی نو غواړي په دغه وخت کې خپله د ۲۰۱۶ کال ژمنه چې د افغانستان د جګړې ختمول و عملي کړي.

هغه وویل: "طالبانو سره په تعامل کې یو. ولسمشر (غني) سره په تعامل کې یو. هغه خپله لاره هواره کړې ده، دوو کسانو د ولسمشرۍ دعوه درلوده. خو موږ په تعامل کې یو ځکه تاسو پوهېږئ چې هغوی خپل سیالان او علتونه درلودل."

ټرمپ یو ځل بیا خپله خبر تکرار کړه: "موږ په اصل کې د سرتېري نه بلکه د پولیسو رول لوبوو. موږ د څارلو لپاره هلته نه یو تللي."

ټرمپ دا هم وویل که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره اړتیا پیدا شوه هغوی به لکه "جنګیالي" بیرته واستول شي نه د پولیسو په شان.

د قطر د سولې تړون چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو له خوا لاسلیک شو پکې له افغانستان نه د امریکايي خواکونو وتل یو اساسي برخه ده.

د دې تړون پر برنسټ امریکا باید د ۱۳۵ ورځو په اوږدو کې خپل سرتېري ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي. له هغه وروسته ناټو ځواکونه هم باید دغه هېواد کې لږ شي او د یاد سند د لاسلیک وروسته د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه بهر شي.

XS
SM
MD
LG