د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ناټو د افغانستان د ستونزو په حل کې ناکام دي- کابلوف


کابلوف وايي د مسکو کنفرانس د امریکا د هلو ځلو د کمزورې کولو لپاره نه و
کابلوف وايي د مسکو کنفرانس د امریکا د هلو ځلو د کمزورې کولو لپاره نه و

په افغانستان کې لوړپوړي روسي دیپلوماټ په خپلو تازه څرګندونو کې په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو ماموریت ناکام بللی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي چې د مسکو د سولې په کنفرانس کې د طالبانو او افغان چارواکو راټولول او یوځای کول د "سولې د بشپړو خبرو لپاره د منځګړتوب لپاره لومړنی ګام و".

هغه د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې مسکو فکر کوي "امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او ځکه مسکو هڅه کوي چې د سولې په خبرو کې منځګړې شي. د امریکا او ناټو موجودیت ستونزه حل نه کړه بلکې نوره یې هم زیاته کړې ده."

ښاغلی کابلوف وايي د مسکو کنفرانس د متحدو ایالتونو د هلو ځلو د کمرنګه کولو او کمزورې کولو لپاره نه، بلکې د خپلو امنیتي اندېښنو له کبله وشو.

اسوشېټطډ پرېس د راپور په اساس کابلوف وايي چې په افغانستان کې روان جنګ د روسیې او په منځنۍ اسیا کې د هغې د متحدینو ګټې ګواښي. هغه وویل "افغانستان موږ ته نژدې دی او د روسیې او د هغې د متحدینو ګټې په خطر کې دي".

هغه وویل چې روسیه دغو حالاتو په اړه لاس تر زنې نشې کېناستلې.

دغه روسی دپلومات داسې مهال دا خبرې کوي چې څو ورځې مخکې (نومبر۹) مسکو د افغانستان د سولې په اړه د یو کنفرانس کوربه و.

په کنفرانس کې د طالبانو استازو، پاکستان او د افغانستان د سولې دعالي شورا پلاوي هم ګډون کړی و. افغان حکومت په دغه غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه او دلیل یې دا وښوده چې د غونډې پر جزییاتو له روسیې چارواکو سره همغږي نه وو.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند صدیق صدیقي وایي چې په افغانستان کې د سولې په اړه د افغان حکومت او ملګرو دریځ روښانه دي.

ښاغلي صدیقي امریکا غږ ته وویل "روسیه باید د مسکو د کنفرانس په اړه خپل سیاسي اهداف خلکو ته روښانه کړي. ایا روسیې افغانستان افغانانو ته دا وضاحت ورکړی چې د دغه کنفرانس څخه څه غواړي؟ مګر طالبانو ته یې د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه وکاروه."

دا پرمختکونه داسې مهال مخې ته راځي چې افغان او امریکايي چارواکو روسیه تورنه کړې ده چې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي او له هغوی سره دوامداره تماسونه لري. خو روسیه وايي دا تماسونو د سولې لپاره دي.

اخوا افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد بیا افغانستان ته تللی چې د سولې لپاره پیل شوې هلې ځلې چټکې کړي. هغه له یو شمېر افغان چارواکو او سیاستوالو سره لیدلي دي.

افغان حکومت او امریکا ټېنګار کوي چې باید د افغانستان د سولې مذاکرات د افغان حکومت په مشرۍ او د افغانانو له لوري ترسره شي. د مسکو په کنفرانس کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي مشر دین محمد له طالبانو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو ته وخت او ځای مشخص کړي.

XS
SM
MD
LG