د متحدو ایالتونو حکومت غواړي چې د هغو کډوالو لپاره د پناه غوښتنې شرایط نور هم سخت کړي چې د امریکا له جنوبي سرحدونو څخه دغه هېواد ته داخلیږي.
د متحدو ایالتونو د عدليې او داخلي امنیت وزارتونو نوي مقررات اعلان کړي چې له مخې به یې هغه پناه غوښتونکي چې د امریکا د جنوبي سرحدونو څخه د ځمکې له لارې متحدو ایالتونو ته ننوځي، په دغه هېواد کې پناه نشي اخیستلې.
د عدلیې وزارت وايي چې د امریکا-مکسیکو د سرحد له لارې خورا زیات پناه غوښتونکي امریکا ته راځي، مګر "کم شمېر یې د پناه غوښتنې په شرایطو" برابر دي.
د کډوالو په اړه به نوي مقررات د سه شنبې له ورځې (جولاۍ۱۶) څخه وروسته پلي کیږي.
په نویو مقرراتو کې دا راغلي چې پناه غوښتنونکي باید دا ثابت کړي چې د خپل پلرني ټاټوبي او امریکا پرته، بل درېیم هېواد د دوی د پناه غوښتنه رد کړې ده، که دا خبره یې ثابته نشوه کړې، په امریکا کې پناه نه ورکول کیږي.
د لاتینې امریکا څخه او له دې لارې ډېر راتلونکي کډوالو له ځینو هېوادونو تېریږي چې متحدو ایالتونو ته ځان ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د امریکا پر دغو نویو مقرراتو خواشيني ښودلې ده او وايي چې په دې کار سره د کډوالو د پناه غوښتنې حقونه سلب کیږي.
دغه کمېشنري وایي " د امریکا نوي مقررات د نړیوالو معیارونو سره سر نه لگوي او اساسي ازادي او حقونه تر پښو لاندې کوي چې دا کار د نړیوالو مکلفیتونو سره سمون نه خوري".
ولسمشر ټرمپ په وار وار امریکا ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.