د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه؛ طالبان وايي پلاوی یې اوزبیکستان ته تللی


ازبکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر
ازبکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر

د اوزبیکستان د سمرقند په ښار کې د روسيې او د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د جوړیدو سره هممهاله د طالبانو د حکومت وايي د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یې يو پلاوی اوزبیکستان ته تللی دی.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په غونډه کې د اوزبیکستان، چین، روسیې، ایران،پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د غونډې د جوړیدو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او ټاکل شوې، چې دا غونډه به نن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۳( حمل ۲۴) د سمرقند په ښار کې جوړه شي.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس روسیه او نور ګډونوال به د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانوحکومت یو پلاوی سمرقند ته رسیدلی دی او ټاکل شوې.

د ښاغلي تکل د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې، چې د طالبانو د حکومت پلاوی به ددې غونډې په څنډو کې د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره هم لیده کاته وکړي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان ګاونډیو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو په دغه هیواد کې د داعش د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې ښودلي دي او په دې مسله یې د څو غونډو کوربتوب هم کړی دی.

په دې لړ کې روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ اتم ( سلواغې ۱۹) د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د چین، هند، ایران، تاجیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان او اوزبیکستان د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارونو د یوې غونډې کوربتوب کړی و.

په طالبانو د فشار غوښتنه

د سمرقند په ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې سره هممهاله د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په یو لیک کې ددې غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې پر طالبانو باندې خپل فشار زیات کړي.

دغه شورا، چې د طالبانو مخالف لوړ پوړې مشران په کې برخه لري او اوس مهال له افغانستان څخه بهر اوسیږي همداشان ویلي، چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان د سخت دریځو په خوندي پناه ځای بدل شوی اودا سخت دریځه ډلې سیمې هیوادونه ګواښوي.

په دې لیک کې ویل شوي: " اوس مهال د طالبانو ډله د زرګونو سیمه ییزو او نړیوالو سخت دریځو کوربتوب کوي او ددغو ډلو هریوه یې د راتلوونکي نړیوال جهاد او په ګاونډیو هیوادونو او نړۍ کې د اسلامي خلافت د پلي کیدو په مفکوره تربیه او تجهیز کیږي".

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم د سمرقند غونډې ته په یو پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول د بشري حقونو او د خلکو د اساسي حقونو څخه سرغړونو باندې انتقاد کړی او په دغه هیواد کې د بشري او سیاسي بحران د پیښیدو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي اتمر ویلي:" پیچیلي او افغانستان اړوند بحرانونه" به له دې زیات شدت واخلي. ښاغلي اتمر د یو تلپاتې سولې او سیاسي توافق له لارې " بین الافغاني" خبرې د یو خپلواک اوباثباته افغانستان د جوړیدو لپاره د حل د یوازینې لارې په توګه یادې کړي دی.

هغه د دغې غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې پر طالبانو باندې فشار زیات کړي ترڅو دغه ډله د خلکو غوښتني ومني او د دوحې د تړون د غوښتنو پر اساس خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG