د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: اوکراین کې د روسیې د 'جنګي جرمونو' باوري رپوټونه لیدل شوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې د جنګي جرمونو په اړه واشنګټن ډیر باوري رپوټونه لیدلي دي.

انتوني بلینکن د سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې پر ملکي وګړو باندې د بریدونو معتبر رپوټونه یې لیدلي دي چې کیدای شي "جنګي جرمونه" وګڼل شي.

هغه همداشان زیاته کړه چې د "ځانګړو وسلو" څخه د استفادې په اړه هم رپوټونه خپاره شوي دی.

ښاغلي بلینکن همداشان وویل چې واشنګټن اوسمهال ددغو اسنادو په راټولولو او مستند کولو بوخت دی تر څو اړوند سازمانونه او تاسیسات هغه وڅیړي او څرګنده شي چې په اوکراین کې جنګي جرمونه شوي دي او یا اوس هم کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ددغه تحقیقاتي بهیر ملاتړ کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د جرمونو نړیوالې محکمه په پام کې لري په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لورې د جنګي جرمونو د ترسره کولو په اړه پلټنې وکړي.

د هاک محکمې د ۳۹ غړو هیوادونو په غوښتنه د اوکراین په ښارونو د روسیې د خوشه یي بمونو د استعمال او د توپخانې د عملیاتو په هکله د رپوټونو په ارزونې پیل کړی دی.

په اوکراین کې د بشري حقونو ډلو هم ادعا کړې چې روسي ځواکونو د ملکي ږګړو، ښوونځیو او روغتونونو په نښه کولو سره نړیوال قوانین مات کړي او جنګي جنایتونه یې کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې په اوکراین کې د متحده ایالاتو سفارت د اوکراین په سترو اټومي تاسیساتو د روسیې برید چې اروپا کې تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده، "جنګي جنایت" وباله.

روسیې دغه اټومي دستګاه دوه ورځې مخکې ونیوله.

په اوکراین کې د امریکا د سفارت ټویټ پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د مسکو پر وړاندې د واشنګټن تر ټولو سخت دریځ ګڼل شوی دی.

له دې اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د متحده ایالاتو د ټولو سفارتونو څخه غوښتي چې په کیف کې د امریکا د سفارت ټویټ بیا ټویټ کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ پرون پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په لسمه ورځ اعلان وکړ چې تر اوسه پدې جګړه کې لږ تر لږه ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰۷ ملکیان ټپیان شوي دي

خو روسیې په ټینګار سره ویلي دي چې پر ملکي وګړو باندې یې برید ندی کړی او ملکي تاسیسات یې ندي په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG