د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه لومړۍ استماعیه غونډه وشوه


د متحدو ایالتونو د کانګرس ودانۍ
د متحدو ایالتونو د کانګرس ودانۍ

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو له هڅو وروسته، لومړی استماعیه غونډه د چهار شنبې په ورځ مارچ ۸ (کب ۱۷) ترسره شوه.

په دې استماعیه غونډه کې چې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې وشوه یو شمیر برحالو او پخوانیو امریکایي پوځیانو له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د جنجالي وتلو په اړه جزیات ورکړل.

دغو پوځیانو په خپلو څرګندونو کې نه یوازې د تخلیې د ماموریت پرمهال د ګڼ شمیر کسانو د وژل کیدو په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړ بلکې له کانګرس څخه یې وغوښتل څو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بحري قواو پخواني غړي ټایلر وارګاس انډروز د کانګرس غړو ته وویل:" ما د ټولو هغو کسانو مخونه ولیدل چې ژغورل کیدای نشوای، هغه کسان چې موږ پرېښودل."

د پیتر لوسر په نامه یو بل پخواني امریکایي پوځي چې اوس په یوې خیریه موسسې کې کار کوي د استماعیه غونډې پرمهال وویل: " که دا کمیټه له یو فکر سره پریږدم هغه دادی چې: اوس هم ډیر ناوخته ندی."

نوموړي زیاته کړه، د نن ورځې په غونډه کې به د ټولو تیروتنو په اړه بحث وشي خو اوسمهال جدي اقدام به د ډیرو کسانو ژوند وژغوري.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو له خوا دغه استماعیه غونډه چې ژمنه یې له ډیره وخته راهیسې شوې وه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسیدو د ټپونو ښکارندویي کوي.

شاهدانو په دې استماعیه غونډه کې هغه وخت وضعیت بیان کړ چې څنګه میندو مړه ماشومان لیږدول او طالبانو په بې رحمۍ سره ډزې کولې او خلک یې وهل.

دا د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د تحقیقاتو لومړی اقدام دی چې غواړي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د بایډن د حکومت کړنې وڅیړي.

د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال طالب جنګیالیو د امریکا د استخباراتو د ارزونو خلاف، ډیر ژر وکړای شول چې پلازمینه کابل ونیسي.

استماعیه غونډې ته اکثریت رابلل شویو شاهدانو استدلال وکړ چې د کابل سقوط د امریکا ناکامي وه او له جورج ډبلیو بوش څخه نیولې بیا تر بایډن پورې یې د امریکا د جمهوري ریاست هره دوره مقصره وبلله.

په دې استماعیه غونډه کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پریکړه تمرکز ونشو بلکې شاهدانو د امریکایي اتباعو او افغان متحدینو د ژغورلو لپاره د متحدو ایالتونو په ناسمو پروګرامونو او لږ ملاتړ بحث وکړ.

یو تقاعد شوي پوځي سکاټ من د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د څرګندونو پرمهال وویل :"امریکا په سیستماتیک ډول د خپلو متحدینو د څو نسلونو د یوازې پریښودلو له امله د یو ناوړه شهرت د جوړولو په حال کې ده، چیرې چې موږ د ویتنام له مونتاګناردانو څخه نیولې بیا د سوریې تر کردانو پورې د سوځیدو سره مخ انسانان یوازې پریښودل."

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د کمیټې جګپوړی جمهوري غوښتونکی غړی مایکل مکال چې د بایډن د حکومت له خوا د تخلیې د پروسیې سخت منتقد دی وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې وشول په هره سطحه کې د فدرال حکومت سیستماتیک پاشیدل او د بایډن په مشرۍ د حکومت ماتې وه."

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش (سیګار) جان ساپکو تیره میاشت یو ځل بیا وویل، د ټرمپ او بایډن د حکومتونو اقدامات د افغان حکومت او پوځ د ناڅاپي سقوط کې مهم عوامل وو.

خو د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن تل له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې هغه پریکړه د امریکا ملي ګټو ته په پام، د دیپلوماتیکو او نظامي چارواکو سره په سلا مشوره شوې وه.

بایډن همدارنګه ویلي چې له افغانستان څخه د تخلیې نظامي عملیاتو ساری نه درلود.

XS
SM
MD
LG