د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲۰۰ قضیې ثبت شوي


د افغانستان د ښځو د چارو وزارت وايي چې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۱۹۱ قضیې ثبتې شوې دي.

د یاد وزارت سرپرستې حسینه صافۍ نن یکشنبه جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۲) خلکو ته د دولت له لورې د حساب ورکونې په یوې خپرونې کې وویل چې د یادو قضیو له ډلې ۴۱۲۸ قضیې اړوندو بنسټونو ته سپارل شوي دي.

اغلې صافۍ زیاته کړه چې پاتې قضیې، عدلي او قضايي بنسټونو ته د سپارلو پرته د یاد وزارت په منځګړیتوب حل شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو وژنې، وهل ټکول، جبري ودول، ځان وژنه او د ځان سوزونې پېښې د تاوتریخوالي د لویو قضیو لامل شوي دي.

له بلې خوا د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ هم نن ویل چې په روان کال کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو کمیت د تېر کال په پرتله لږې شوي دي.

اغلې وردګ زیاته کړه چې تېر کال افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۹۱۸۸ قضیې ثبتې شوي وې.

هغې زیاته کړه: "سږ کال لږ قضیې ثبتې شوي. د کرونا ویروس له کبله لګول شوي ګرځبندیز له امله حقوقي ادارو ته د ښځو لاسرسی محدود و."

د ښځو چارو وزارت په داسې حال کې د تاوتریخوالي د قضیو په اړه معلومات ورکوي چې ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي چې افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۰ سلنه قضیې ابتدايي محکمو ته نه رسیږي.

د افغانستان د لویې څارونوالۍ ارقام هم ښيي چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په اوږدو کې دغې برخې کې ۲۹۹۰ قضیې څېړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG