د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸ سلنه زیات شوی ـ بشري حقونه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۸.۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

د راتلونکې دوشنبې ورځ د نومبر ٢٥ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده. دغه کمېسیون ددې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د وضعیت په اړه نن د شنبې په ورځ نومبر ٢٣ (لیندۍ ۲مه) یو راپور خپور کړ، چې په کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عواملو په اړه په تفصیل بحثونو ته ځای ورکړل شوی دی.

د دغه راپور له مخې سږکال د بشري حقونو کمېسیون د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په اوو میاشتو کې ټولې ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي دي، پداسې حال کې چې د کمیسیون په وینا په تیر ۱۳۹۷ لمریزکال کې یې په همدې موده کې ۲۵۳۶ پیښې ثبت کړې وې.

په دې شمیر کې ۸۶۱ پيښې د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۳ پیښې د جنسي تیري، ۴۸۵ پیښې د اقتصادي تاوتریخوالي، ۱۰۱۴ لفظي تاوتریخوالي او د سیاسي فعالیتونو کې د ګډون د مخنیوي څو پیښې هم په کې شاملې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ثبت شوو پیښو ۹۷.۷ فیصده یې د کورني تاوتریخوالي پیښې دي.

په افغانستان کې په تیرو نوولسو کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه کیدلو لپاره ډیرې هڅې شوي، خو په دغه هیواد کې سواد د کچې د ټیټوالي، ناامنۍ او ټولنیزو دودونو له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډیره لوړه ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه مېرمن شهرزاد اکبر وايي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د کمیدو لپاره دوامداره مبارزې ته اړتیا ده.

مېرمن اکبر، چې نن یې د بشري حقونو د کمېسیون له خوا د ښځو پر وړاندې د راپور د خپرولو دمخه یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې که څه هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډیره لوړه ده، خو بشري حقونو او د ښځو د ملاتړ ادارو د هڅو او زیار له امله ښوونې روزنې، روغتیايي خدمتونواو حقوقي ادارو ته د ښځو لاس رسی زیات شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې وویل، چې په افغانستان کې په تیرو نوولسو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوي ارزښتونه د جګړې، ناامنۍ، د قانون څخه د تیښتې، معافیت د کلتور او په پراخه کچه د فساد د شتون له ګواښونو سره مخ دي.

مېرمن اکبر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د ټیټیدو لپاره په جوړښتونو کې د جدي او قاطع اقداماتو غوښتنه وکړه.

د نومبر ۲۵مه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د خلکو د پوهاوي د زیاتیدو په خاطر لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG