د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: د طالبانو لخوا د درې ښارونو د نیولو پلان شنډ شو


َعکس (ارشیف)
َعکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو لخوا د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو د نیولو پلان شنډ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن دوشنبه اګست نهمه (زمري ۱۸) رسنیو ته وویل چې اوس مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یادو ښارونو کې ګزمې کوي.

هغه زیاته کړې: "له نېکمرغه د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو کې وضعیت له څو وروځو تر مخه څو برابره ښه شوی دی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کندهار، هرات او لښکرګاه په ښارونو کې ګزمې لري، دښمن سخت درانه تلفات ولېدل او هغه پلان یې چې د دغه درې ښارونو د نیولو لپاره و هغه شنډ شو."

د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونه په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهدان وو چې د چارواکو په وینا جګړې د یادو ښارونو تر ځينو ناحیو هم ورسېدې.

خو ویل کیږي چې لاهم د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او د هرات او کندهار ښارونو په څنډو کې جګړې کیږي.

پر همدې مهال نن دوشنبه د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال لښکرګاه ښار کې د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.

د یاد کنفرانس یو ګډونوال حاجي فضل الباري فیاض امریکا غږ ته وویل چې د لښکرګاه د سقوط مخه نیول شوې، خو وايي چې وضعیت نورمال نه دی او په ښار کې د جګړې مخه نه ده نیول شوې.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ غوښتنه داده چې هر څه عاجل اوربند وسي، له ننني کنفرانس څخه مو هدف داو چې اوربند وشي او تلپاتې سوله رامنځته شي، د لښکرګاه ښار په اور کې سوځي...خلک سخت په تکلیف دي، موږ سوله غواړو... له ښکېلو لورو څخه مو دا غوښتنه ده چې جګړه ودروي."

د هلمند ولایت یاد اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په لښکرګاه ښار کې د تېرو شا اوخوا درې اونیو جګړو له امله د ځاني زیان ترڅنک خلکو په میلیونونو افغانۍ مالي زیانونه رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال یاد خبر ورکوي چې د چارواکو په وینا د نیمروز ولایت زرنج، د جوزجان شبرغان، سرپل او کندز ښارونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ویل کیږي چې نن دوشنبه وسله والو طالبانو د بلخ مرکز مزارشریف او سمنګان ولایتونو مرکزونو ته نژدې بریدونه کړي دي. خو چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG