د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او متحدینو یې په روسیې د نورو بندیزونو په لګولو هوکړه وکړه


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ اپریل نولسمه (وري ۳۰) وویل چې امریکا او د ناټو متحدینو ځکه پر مسکو فشارونه زیاتوي چې هغه هیواد د اوکراین په ختیځ کې تازه عملیات پیل کړي دي.

د ښاغلي بایډن دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې نوموړي د بریتانیا، کاناډا ، اروپايي کمیسیون ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناټو، پولنډ او رومانیا له مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د اوکراین د روان وضعیت په اړه خبري‌ وکړې.‌

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي دي چې غربي مشرانو اوکراین سره د ډیرو امنیتي همکاریو او هغه هیواد ته د وسلو د برابریدو په اړه هم خبري‌ اتري کړي دي.

غربي هیوادونو وروسته له هغه دغه پریکړه وکړه چې روسیې د اوکراین پر ختیځو برخو پراخ نظامي عملیات پیل کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې د اوکراین په دونباس سیمه کې یې ۱۳ اهداف یې په مزایلو ویشتي او پر نظامي تاسیساتو یې ۶۰ هوایي‌ بریدونه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې د تازه بریدونو په بیا پيل سره امریکا او اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ په یوه ویډیو کنفرانس کې "د روسیې د نړیوالې انزوا د زیاتیدو" پر ضرورت ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیس اورسلا فون درلاین پر یوه ټویټ لیکلي‌چې "موږ د روسیې په وړاندې خپل بندیزونه زیاتوو " او له اوکراین سره خپل امنیتي او مالي کمکونه زیاتوو.

د اوکراین لوی درستیز د سه شنبې په ورځ وویل چې "روسي یرغلګرو په ټوله ختیځه برخه باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي."

له دې مخکې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي هم ویلي وو چې روسیې په دونباس سیمه کې چې د یاد هیواد صنعتي زړه ګڼل کیږي پراخ پوځي یرغل پیل کړی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د اوکراین پر ختیځو برخو د روسیې د بریدونو په غندلو سره دواړو لورو ترمنځ د څلور ورځني اوربند غوښتنه وکړه.

ګوتیریش خبریالانو ته وویل، ددې پرځای چې په ایستر یا د عیسیویانو په اختر کې جشنونه جوړ شي، روسیې د اوکراین پر ختیځو برخو بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي‌ زیاته کړه: "پر ځواکونو او شدیدې جګړې تمرکز دا جګړه په ناچاره توګه نوره هم خونړۍ او ویجاړونکې کوي."

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي د بشري چارو په هدف او د ایستر په خاطر د اپریل له ۲۱ څخه بیا د اپریل تر ۲۴ نیټې د اوربند غوښتنه وکړه.

روسیې وروسته له هغه پر دونباس سیمه خپل نظامي یرغل پیل کړ چې د پلازمینې کیف د نیولو لپاره یې هڅې ناکامه شوې. د دونباس یو شمیر برخې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسي پلوو اوکراینیانو له خوا کنټرول کیږي.

ګوتیریش وویل، اوربند به ددې لامل شي چې ملکي‌ وګړي د اوکراین له ختیځو برخو څخه ووځي او بشري مرستې هغو سیمو ته ورسیږي چې ځپل شوي دي په ځانګړي ډول ماریپول، خیرسون ، دونیتڅک او لوهانسک ښارونو ته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ یو ځل بیا په اوکراین او ګاونډیو هیوادونو کې د بشري وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر انتونی ویتورینو یادې شورا ته وویل چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې له ۲۴ نیټې څخه پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې څه باندې ۱۲ میلیونه اوکراینیان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د آیرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سیمون کوفیني چې هم په نیویارک کې وو د روسیې یرغل "لیونتوب" وباله او د عاجل اوربند غوښتنه یې وکړه.

XS
SM
MD
LG