د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کروناویروس لپاره هیڅ حل لاره نه وي


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي سره له دې چې نړۍ په بیړې سره هڅه کوي چې د کروناویروس ضد واکسین جوړ کړي خو دا امکان شته چې هیڅ کله دغه ویروس لپاره ګټور واکسین جوړ نشي.

دغه سازمان پرون دوشنبه اګست ۳ (زمری ۱۳) له ټولو نړیوالو وغوښتل تر څو اوس هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره صحي لارښوونې مراعات کړي.

د یاد سازمان مشر تدراس ادونام ګبریسس وویل: "ټول هیله من یو چې یو شمېر اغېزمنو واکسینونو ته لاسرسی پیدا کړو. له دې سره سره اوس مهال هیڅ اغېزمنه حل لاره نه لرو او ښايي هېڅ وخت یې ونه لرو."

تېره اونۍ د کرونا ویروس ضد دوه واکسینونه کلینیکي مرحلې ته ورسېدل.

اوس مهال د دغه ویروس پنځه واکسینونه وروستي پړاو ته رسېدلي دي. کارپوهان تمه لري چې د روان کال تر پایه ثابته کړي چې کوم واکسین ګټور او تاوان نه لري.

کرونا ویروس د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په وروستۍ میاشتې کې د چین له اوبي ایالت نه خپور او نیږدې ټوله نړۍ ته ورسېده.

د جانس هابکینز پوهنتون د معلوماتو پر اساس تر اوسه له ۱۸ میلیونو ډېر کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

کروناوېرس په نړۍ کې نږدې ۶۹۰ زره کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG