د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د موټرو میخانیکه چې د پوهنتون استاده هم ده؛ د ډانا ګرینسټریټ د ژوند کیسه


ډانا ګرینسټریټ د امریکا د ورجینیا په ایالات کې د موټرو مستري ده او وايي، مخکې له دې چې دا کار پیل کړي، د کورنۍ غړو او ملګرو به ورته ویل چې دا کار به ونشي کړای.

په امریکا کې هم مستريتوب داسي یو کار دی چې زیاتره یې نارینه کوي. د یوې مېرمنې لخوا ددغه کار پرمخ وړل په دې سکتور کې د بدلون نښه بلل کیږي.

دانا ګرینسټریټ وايي، واده یې کړی، دوه اولادونه لري او د شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د موټرو مستریتوب کوي.

هغه د تیرو نهو کلونو راهیسې د "ویرجینیا ټایر اینډ اټو" په نوم شرکت سره د اتومات موټرو مستري ده. دا په واشنګټن ډي سي سیمه کې د میرمنو ترټولو لوی د موټرو ترمیم ځای دی.

د یاد ورکشپا اجرایوي مشره جولي هولمز وايي، ډانا یې د تکړه تخنیکي همکارانو څخه ده. جولي وايي: "د هغې (ډانا) په اړه یوه مهمه خبره دا ده چې هغه د اینووا په پوهنتون کې استاده هم ده او هلته د موټرو د تخنیک په برخه کې تدریس کوي."

ډانا ګرینسټریټ وايي مخکې له دې چې دا کار پیل کړي، د کورنۍ غړو ورته ویل چې دا کار به ونشي کړای. هغه وايي: "ټولو راته وویل چې ښځې دا کار نه شي کولای، دوی به ویل نجونې نشي کولای مستري واوسي. ما وویل، ښه، راځئ چې وګورو. او دا دی اوس زه دا کار کوم."

ډانا وايي، د ماشومتوب نه د موټرو سره علاقه لري. هغه وايي: "ما د خپل پلار سره د موټر د تیلو په بدلولو کې مرسته کوله. کله چې زه ٢٥ کلنه شوم نو زه ورجینیا ته راغلم او ما دلته پوهنتون پیل کړ چې د موټرو مستري شوم."

ډانا وايي د کار د پیل پرمهال یې هم د کورنۍ غړو فکر کاوه چې دې کار ته به دوام ورنکړي خو کلونه کلونه وروسته یې هم ویني چې له دې کاره نه ده پر شا شوې.

هغه وايي: "زه دلته تل زده کړه کوم. یوه ورځ هم داسې نه وي چې زه داسې څه نوي و نه وینم. موږ اوس د عادي موټرونو نه زیاتره بریښنایي موټر ته ځو او دا یو ډیر لوی بدلون دی."

ډانا وايي، د انسان دپاره د ځان ثابتولو په خاطر تل یو فرصت شتون لري او یوازې د انسان هڅې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG